د تخار ولايتي شورا: د اشکمش ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۱۳) 

د تخار د ولايتي شورا منشي محمد اعظم افضلي وايي، طالبانو پر اشکمش ولسوالۍ برید کړی یوازې د ولسوالۍ له مقام او امنيې قومندانۍ پرته ټولې سيمې يې تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي.

د افضلي په خبره، له تيرو دوو ورځو راهيسې سخته جګړه روانه ده، طالبانو د یادې ولسوالۍ زاړه ښار سيمه کې د دولتي ځواکونو پوستې او شاوخوا ځينې نورې سيمې هم نيولي دي.

نوموړی وايي، که ژر تر ژره کومکي ځواکونه ور ونه ليږل شي ښايي یاده ولسوالۍ هم سقوط وکړي.

خبر زياتوي، د طالبانو په بريدونو کې پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې او د هغوی وسلې او مهمات هم د طالبانو لاسته ورغلي دي.

له بله پلوه د تخار د امنيې قومندانۍ ویاند خليل اسير ويلي، چې په یاده جګړه کې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې خو په اړه يې کره معلومات نه لري.

طالبانو کابل ټکی کام ته په راليږلې خبرپاڼه کې ويلي چې د یادې ولسوالۍ مربوط (پنجري، غوربندي، بورياباف ها، احمدزی، حسين خيل، پنشيری ها، حاجی تازه خان، حیدری، کوهستانی بالا وپائین، زرګبانه،  محمد عمر جان،  خوګیانی، قریه ناقل،  مسجد صوفی حبیب،  کته قروق،  مسجد حاجی شریف،  شاه مشرف قلندر،  بالای سار،  شهرکهنه، قره باغی ها، قریه سید اکرام )په نومونو ګڼ کلي تر خپل تسلط لاندې راوستي دي.

طالبان وايي، پر ولسوالۍ او امنيې قومندانۍ جګړه روانه ده.

په یوه بل خبر کې د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري وايي، په چاه أب کې هم طالبانو په پوستو بريدونه کړي چې په ترڅ کې يې څلور پوليس وژل شوي او نهه تنه نور ټپيان دي.

مربوطه مطالب

Back to top button