امريکا د احمقانو په لاس کې

ډاکټر يوسف اکبري
دا يو نه پټېدونکی په څېر روښانه حقيقت دی چې امريکايانو او ورسره ناټو او نورو پلويانو يې په افغانستان کې له چنګېزيانو، انګرېزانو او روسانو نه زياته شرموونکې ماتې وخوړه او داځکه چې له دوی سره اته څلوېښت هېوادونه، د نړۍ تر ټولو پرمختللې وسلې، ټکنالوجي، ډالرې، يورو، پونډونه……مله وو.
ورسره په ترڅ کې يې د انګرېزانو دا دويمه ماتې ده. دا چې ټرمپ وايي: (په څلورو ورځو کې خپلو مخالفينو ته ماتې ورکولی او جنګ ګټلی شم؛ خو نه غواړم چې لس ميليونه افغانان ووژنم) دا خپله په دې اعتراف دی چې په افغانستان کې يې ماتې خوړلې ده او جنګ يې ندی ګټلی. له اتوم پرته نوره کومه وسله پاتې شوه چې امريکايانو په افغانستان کې ونه کاروله؟!.
ان د بمونو مور يې هم استعمال کړه؛ خو مجاهدو افغانانو ته يې د ماشومانو د پټاخو او د غوشيانو له ډزو زيات حيثيت او اهميت نه درلود. ټرمپ اوس له افغانستانه د تېښتې په حال کې دی او دا تېښته يې له ماتې سره مله ده نو ځکه داسې لاپې ولي.
د امريکايانو، ناټو، انګرېزانو او د دوی ټولو پلويانو لپاره د شرم خبره ده چې د بې وسه افغانانو په مقابل کې ټرمپ داسې د بې عقلۍ او لېونتوب خبرې کوي.
د افغانستان بې وسه او د امريکا لاس ته ناست حکومت د ټرمپ د دې څرګندونو په هکله له امريکا نه د وضاحت غوښتنه وکړه.
د تعجب ور ده چې په دې کې به نور وضاحت څرنګه وي؟!.
دا خو ښه واضح سپکاوی او په ماتې اعتراف دی. له همدې کبله چې د ټرمپ خبرې نور وضاحت ته اړتيا نه لري؛ ټرمپ بې له کوم بدلونه هماغه خبرې بيا تکرار کړې.
ټرمپ په يو اودس کې نه وي او ډېر زر بدلېږي رابدلېږي، يو کال مخکې يې د پاکستان په هکله ويلي وو چې پاکستان د امريکا له چارواکو نه احمقان جوړ کړي وو او تل يې زمونږ چارواکي تېر ايستي او دوه مخي (منافقت) يې ورسره کړی دی… خو سږ کال عمران خان، د پوځ او استخباراتو مشران ورغلل، څو شېبې ورسره کېناستل او د ټرمپ نظر يې د دوی په اصطلاح د يو ټرن (سل په سلو کې راستنېدونکی) بدل کړ او ټوله غوسه يې په افغانانو سړه کړه، خپلو ګوډاګيانو ته يې هم په سپکه وکتل او هېڅ اهميت يې ورنه کړ.
مونږ ټرمپ او ټولو يرغلګرو ته وايو: افغانان وژلی شئ؛ خو سرونه يې نه شئ ښکته کولی او خاوره يې نه شئ هضمولی. د يرغلګرو له دې ماتې نه دې د افغانستان هغه ټول غليمان پند واخلي چې افغانانو او افغانستان ته يې نيتونه بد دي.



