فاریاب : غورماچ ولسوالۍ کې مېړه له خپلې مېرمنې پوزه پرې کړې kabullجنوري 18, 20160 208 کابل ټکی کام (دوشنبه، مرغومی ۲۸مه، ۱۳۹۴ ل): دغه پېښه د فاریاب ولایت غورماچ ولسوالۍ کې د یکشنبې په مازدیګر رامنځ ته شوې، چې یوه مېړه د خپلې مېرمنې پوزه پرې کړه او نامعلوم لورې ته وتښتېد. د سیمه یزو چارواکو په وینا دغه سړي، چې د خپلې میرمنې پوزه يې د چاکو په توسط پرې کړې محمد خان نومېږي. باید وویل شي، چې دغه ښځه تر دې وړاندې هم د خپل مېړه له لوري په محتلفو ډولونو تعذیبونو او تاوتریخوالي سره مخ شوې وه . اوس مهال ټپې شوې مېرمن د میمنې ملکي افغان ترک روغتون کې تر درملنې لاندې ده. د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د خپلو معلوماتو له مخې ویلي دي، چې ددغې ټپي شوې مېرمنې یوه لور هم شته . د نوموړي ولایت د څارنې او تحقیق برخې د مرستیالې «زرمینې زراع» د څېړنې له مخې، د دغه تاوتریخوالي لامل او د هغې د مېړه محمد خان د نيولو په اړه جدي پلټنې پیل شوي دي . د ټپې شوې ښځې مور او پلار دواړو له حکومته د عدالت او انصاف او له محمدخان سره د قانوني چلند غوښتنه کړې . سلیم بریال Share this: Share on Facebook (Opens in new window) Facebook Share on X (Opens in new window) X لینک کاپی کړه URL Copied kabullجنوري 18, 20160 208 شریکول Facebook X Tumblr WhatsApp Telegram Viber Share via Email Print