پنجشنبه, اپریل 30, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home سرمقاله

اوس والیان په ولايتونو کې څه کوي؟

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
جنوري 18, 2016
کټګوریانې: سرمقاله
0
8
ځلې شریک شوی
106
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

« سرليکنه »

که مو په وروستیو مياشتو کې په ټوله کې د شته حکومت کړنې ارزولې وي هره ورځ ترې د خلکو کرکه او لرې والی مخ په ډيريدو شوی دی او ددې ستر لامل په مرکز کې د ولسمشر او ولسکشر تر منځ ستونزې، خيالي ژمنې او په ولايتي کچه بیا د والیانو کړنې، ګمارنې، زیاتی او فساد دی چې خلک يي په ټوله کې له حکومت څخه زړه تورې کړي دي.

دا هم ولولئ

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

د اشرف غني او عبدالله په مشرۍ ايتلافي حکومت په داسې يو حالت کې منځ ته راغی چې اوس نه بهرني ميلياردونو ډالره شته دي نه هم په بیلابیلو نومونو پيسې راوړونکې ادارې او که شته هم اول خو له کابله نه وزي او که بیا و وزي نو ډيرو کمو ته ايله پکې يو څو روپۍ رسيدای شي، خو پوښتنه داده چې په خلاطونو روږدي واليان کوي څه؟ دې پوښتنې ته په دريو برخو کې ځواب ويلی شو:

۱ـ په ډيرو ولايتونو کې همدا اوس والیان د کانونو په قاچاق، د نشه يي توکو په قاچاق او ځينو پټو او ښکاره ناقانونه کړنو، کميشن کارۍ، ګمارنو، د ځمکو په غصب او…. کې بوخت دي، دوی ته اوس نه د پي آر ټي ډالرې ور پاتې دي نه هم د يو اس اې آی ډي او نورو ادارو خيالي مرستې او په ميلياردونو ډالر دوی اړ دي چې د ځان، کورنۍ، دفتر، ساتونکو او ان پورونو لګښتونه له همدې سرچينو پوره کړي، په ډيرو ولايتونو کې چې تر دې مخکې والیان په مزو کې وو ډير ولس او ولسي شته نه چور کیدل يو لامل يي دا وو چې ډيرې پروژې به پرانيستل کيدې دا چې والي او هر مسول ته پکې حق ورکول شوی وو نو ومو لیدل چې د ځينو پروژو موږ يوازې پرانيستې وليدې او کله هم ددې پروژو پای پوره نه شو.

۲ـ ناقانونه ګمرکات او تعرفې: په نوي حکومت کې هر چارواکی د عوایدو د ډيروالي يا ډيريدو ته د هیله منتيا خبرې کوي؛ خو دلته بیا د ولايتونو تر منځ هيڅ ډول تفکيک نشته مرکزي ولايتونه له ګمرکي پلوه له هرڅه ځکه محروم دي چې نه ورته بهرني موټر راځي نه هم ګمرکونه لري څو له دې لارې خپل عوايد ډير کړي بس والي د شپې فکر وکړي کله يي په هټيو ټکسونه وضعه کړي وي او کله يي روغتونونه يا نور شخصي د کاروبار له ځايه پولیسان او څارنوالان را تاو کړي وي او دردګره په جعلي تعرفو باندې پيسې له خلکو اخلي او خپل جيبونه ډکوي.

۳ـ ناقانونه مصارف: هر والي چې يو ولايت ته ځي په افغانستان کې له ارګ څخه د دود کار سره سم يوه ډله کسان له ځان سره ياد ولايت ته ولي دا کسان داسې دي چې نه د  هغه ولايت دي او نه له کوم منل شوي معيار سره سم ټاکل شوي دي بس د والي خوښ دي، د والي په عادتونو پوی دي، چاپړوسي کوي، د والي حال نه شي ويلی نو ځکه يي ولي او هلته يي د سکرتر، دفتر د رئيس، وياند،دستيار، سلاکار او……. په نومونو ګماري. په دوی کې غټه برخه د  والي لپاره لابي کوي ځينې يي ورته په رسنيزه برخه کې لابي کوي، ځينې نور بیا له خان، ملک، غاصب، قاچاقبر او نورو سره د والي اړيکې پالي يا چې کله کوم مشکل رامنځ ته کيږي دی يي د والي په خوښه په څو روپيو باندې حل کوي يانې دوی ته که رسمي کميشن کاران و وايو نو ښه وي.

پخوا په هر ولايت کې د يو هیواد نه يو هیواد پي آرټي پرته وه، يواس اې آی ډي په بیلابیلو نومونو پیسې ورکولې، د آسيا پراختيا صندوق يا اشيا فونډيشن هم هم والي ته په بیلابیلو برخو کې د مياشتې څو میليونه افغانۍ ورکولې چې په دې کار سره به والي له مشرانو د ناستې په پلمه څو لکه افغانۍ را ويستې له څو تنو سره به يي کتل څو زره روپۍ به يي ورکولې نورې به يي خپل جيب ته اچولې ، بله ستره خبره دا وه چې هره ورځ به غيرمعياري له کوم منل شوي قانون او اصولو پرته موسساتو پروژې شرکتونو ته ورکولې نو دا پروژې به چې څنګه ورکول شوې له شرکت سره به د ښارجوړونې، ښاروالۍ، فوايد عامې، چاپیريا ساتنې او بیلابیلو نومونو په پلمه د والي رسمي او سرکاري کمیشن کارانو اړيکې نيول، را جلبول، کاري مزاحمتونه او….. پیل کړل باالاخره به خلک سره سلا شول او والي ته به پکې څو زره، څو لکه او ان کله کله څو ميليونه ډالره ورکول شول او نور به پروژه په ډير ټيټ کيفيت په داسې حال کې پای ته ورسیده چې والي به يي پټۍ پرې کړه، چاکليتونه به باد باد شول او په پای کې به خلک تباه شول او يو کال رووسته به ياده پروژه د هيڅ ډول استفادې نه وه، خو نن هيڅ هم نشته يو لوري ته پروژو بيي ټيټي شوي دي او بل لوري ته په کال کې ايله دوه يا درې وړې او منځنۍ پروژې پرانيستل کيږي نو والي چې يا يي پيسې ورکړي يا چا کوم ولايت ته په ټيکه لیږلی دی له ناقانونه لارو کوښښ کوي چې خپل مصارف او کميشن پوره کړي دلته والي له ولايتي شورا، د ولسي جرګې له وکيلانو، د ځمکې له غاصبينو او ….. سره بیلابیل ارتباطي مشترکات جوړ کړي دي او له دې لارې کوښښ کوي چې څو روپۍ تر لاسه کړي.

دولتي ځمکې او کانونه بیا بله برخه ده په ډيرو ولايتونو کې د ځينو مهمو او منل شويو ادارو پلټنې ښيي چې د کانونو په سيمو کې ډيری ناامنۍ او يا ستونزې اصلي نه بلکه مصنوعي دي د ولايت، امنيه قومندانۍ او کله کله ان د ملي امنيت رياست په ګډه د يوې معاملې په لړ کې يو مافيايي ګروپ ته اجازه ورکوي چې لومړی ناامني جوړه کړي وروسته خلک و ويرول شي او په پای کې د کانونو سخت چور او تالان پيل شي او له دې لارې په ډيرو ولايتونو کې يو والي د ورځې به عادي ډول ان تر يو ميلیون افغانيو پورې عايد هم لري، د نشه يي توکو قاچاق او همدارنګه له هیواد څخه د باندې يا هیواد ته دې ننه د ځينو توکو قاچاقي راوړل هم د عايد يوه بله سرچينه ده او له دې لارې هم والیان له بیلابیلو کړيو سره په مشوره ډيرې پيسې تر لاسه کوي.

په ولايتونو کې يو عادي مامور هم په پيسو يا د څه شریني او نورو د ورکړې په بدل کې مقرريږي ان که ترې پيسې وانخستيل شي چيرې دې وکیل، قومي مشر يا ديني عالم او بل هم ور معرفي کوي نو والي يا ځايي اداره ورته په راتلونکې ډير ژر د يوې معاملې بندوبس کوي او يو عادي کس هم د يوې معاملې په لړ کې مقرريږي، دلته اصلاحات، د ملکي خدماتو قانون، لومړيتوبونه، وړتيا،ريښتونولي او حق هيڅ مطرح نه دی بس هغه مخکې دی چې يا زر لري يا زور که دا نلري نو ددې دوو له لرونکو به يو پيژني يا دا چې د يوې بلې او دريمې کړۍ په شتون کې به مخ ته ځي.

برنی لاملونه دي چې هره ورځ له حکومت څخه د خلکو بیزاري مخ په ډيريدو شوې، ان تر دې چې ولسمشر هم ځينو ولايتونو ته اوس خيالي او هسې نمايشي او يوازې د يو رسنيز پوښښ په خاطر سفرونه کوي، نه والي پلټل شوی،نه له خلکو سره کتل شوي دي په هر ولايت کې ولسمشر ورځي مخکې له مخکې له والي سره شريکان يا يو ډول نوم بدي مشران په مقام کې کينول شوي وي او ولسمشر ته د خپل ولايت هغه خيالي انځور ورکوي چې ده ته ځينو په ارګ کې او ځينو نورو بیا په خپلوخپلو ادارو کې ورکړی دی.

دا ستونزې ددې لامل شوي دي چې هره ورځ ملت د يوې سترې اداري دسيسې او ستونزې ښکار شي باید دا ستونزې وروستۍ شي، ټول کميشن کاران او والیان چې پخوانۍ سابقه لري يا په تیر يو نيم کال کې موثر نه دي ثابت شوي، ټول کار يي تر خبرپاڼې، انځور، په پخوانيو کړنو وياړ د تیرو پروژو پرانيستې او نورو نمایشي کارونو باندې تمرکز کوي باید له دندې لرې شي کاش داسې شوي وی چې لږ تر لږه خو دا ولايتونه د ولس ريښتونو بچيانو ته ورکول شوي وی خیر که وزارتونه د يوې ناکامې تجربې له مخې و ويشل شول لږ تر لږه خو باید ولايتونه بې پرې پاتې وی ځکه په وزارت کې به يو ټيم ګټه کوي خو په ولايت کې مظلوم او فقیر پوړ سخت زیان ويني.

مخکینې مطلب

په كابل كې د سولې څلور اړخيزه غونډه روانه ده

بل مطلب

فاریاب : غورماچ ولسوالۍ کې مېړه له خپلې مېرمنې پوزه پرې کړې

ځانګړي مطالب

سرمقاله

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 27, 2025
سرمقاله

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 17, 2025
سرمقاله

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 9, 2025
سرمقاله

د تړونونو ماتول، د صهيونيستانو پخوانی عادت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 5, 2025
سرمقاله

بې پايلې مذاکرات او د کړکېچ د پراختيا ويره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
اکتوبر 29, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

نظرپوښتنه: د ولسمشر ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د امریکا د سمندري محاصرې ماتې؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ کښتۍ له هرمز تنګي تېرې شوې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران امریکا ته خبرداری ورکړ که تېروتنه تکرار کړي نو نوې پوځي وړتیاوې به وکاروو

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • له کندهاره اماراتو ته د الوچو لومړني صادرات پيل شول

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نظرپوښتنه: د ولسمشر ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی

د امریکا د سمندري محاصرې ماتې؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ کښتۍ له هرمز تنګي تېرې شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com