انجنير عمير وياړ
ابو العاص مخکې له بعثت څخه نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته ورغی.
ورته ویې ویل: غواړم ستا له مشرې لور زینب سره واده وکړم.
نبي کریم صلی الله علیه وسلم ورته وویل: دا کار تر هغې نه کوم ترڅو له زینب سره خوښه وکړم اواجازه یې وا نه خلم.
نبي کریمﷺ زینب رضي الله عنها ته ورغی او ورته ویې ویل چې ستا دخاله زوی راته راغلی او ستا نوم یادوي آیا ته راضي یې له هغه سره واده وکړې؟
د زینب مخ سور وخوټېدا او تبسم یې وکړ.
زینب رضي الله عنها له ابا العاص بن ربیع سره واده وکړ او د دوی دواړو تر مینځ د واقعي محبت کیسه شروع شوه او له هغه څخه یې دوه زامن علي او أمامه پیدا شول.
بیا لویه ستونزه هغه وخت پیل شوه چې کله نبی کریم صلی الله علیه وسلم پر پیغمبرۍ باندې مبعوث شو او په دغه وخت کې ابو العاص په مسافرۍ تللی و او چې کله را وګرځېد ګوري دهغه میرمن مسلمانه شوې وه.
خپل خاوند ته یې وویل: زه تا ته لوی خبر لرم مګر أبو العاص له هغې څخه جګ شو بدون له دې چې څه ورته ووایي له هغې ووت.
زینب رضي الله عنها په دهشت کې شوله او په هغه پسې شوله او ورته ویل يې زما پلار پر پیغمبرۍ مبعوث شوی او زه هم مسلمانه شوې یم خاوند یې ورته وویل: آیا د ټولو د مخه مې ته خبروې؟
زینب رضي الله عنها ورته وویل: ما نه شوی کولای خپل پلار دروغجن وګڼم او زما پلار دروغجن هم نه دی بلکې هغه الصادق الامین دی او نه یوازې دا چې زه بلکې زما مور او وروڼه هم مسلمانان شوي او همدا راز زما د آکا زوی علی بن ابي طالب او ستا د آکا زوی عثمان بن عفان رضي الله عنهم هم مسلمانان شوي او ستا ملګری ابو بکر صدیق رضي الله عنه هم مسلمان شوی دی.
ابو العاص ورته وویل: مګر زما نه خوښیږي چې خلک ووایي د خپل قوم اهانت یې وکړ او د خپلې مېرمنې د رضایت په خاطر يې خپل پلارنی دین پرېښود او ته هم په دې هکله کوم عذر نه لرې.
زینب رضي الله عنها ورته وویل: که زه تا ته په دې هکله عذر ونه کړم څوک به یې وکړي؟ ځکه زه ستا مېرمن یم اوتا ته د حق لارې ته ښودنه کوم ترڅو ته وتوانیږې هغه درک کړې.
ابو العاص په خپل کفر باندې باقي پاتې شو آن تر هغې چې هجرت را ورسېد، زینب رضي الله عنها نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته ورغله او ورته ویې ویل آیا ما ته اجازه راکوې چې له خپل خاوند سره پاتې شم؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم هم د پاتې کېدو اجازه ورته وکړه.
زینب رضي الله عنها په مکه کې پاته شوه آن تر دې چې د بدر غزوه رامینځ ته شوه او ابوالعاص هم فیصله وکړه چې د قریشو په لښکر کې د مسلمانانو د جګړې لپاره ووځي.
خاوند یې له پلار سره جګړه کوي، زینب رضي الله عنها به ژړل او ویل به یې: ای الله زه له هغه ورځې بېرېږم چې په هغې کې لمر راختلی وي یا مې بچیان یتیمان شوي وي او یا مې خپل پلار له لاسه ورکړی وي.
ابو العاص بن الربیع جګړې ته ووت او د بدر په غزوه کې یې د مسلمانانو پرضد جګړه وکړه، جګړه ختمه شوه او بن العاص د مسلمانانو اسیر شو، د هغه د اسارت خبر مکې ته ورسېد.
زینب رضي الله عنه له راغلیو پوښتنه کوله چې زما د پلارحال څنګه شو؟ هغوی ورته وویل چې مسلمانانو جګړه وګټله.
الله ته یې د شکرانې سجده وکړه.
بیا یې پوښتنه وکړه خاوند ته مې څه پېښ شول؟ هغوی ورته وویل: هغه د محمد اسیر وګرځېد ویې ویل: زه به د خپل خاوند د آزادولو لپاره فدیه ولېږم.
له زینب رضي الله عنها سره کوم قیمتي څه نه و ترڅو دخپل خاوند د فدیې لپاره يې ولیږي خپل دغاړې عامل کوم یی چې مور بي بي خدیجې رضي الله عنها ورکړی و او دخپلې سینې د ښایست لپاره یې کاراوه راوه ایست او دخپل خاوند ابو العاص د فدیې لپاره یې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ور واستاوه.
نبي کریم صلی الله علیه وسلم ناست و فدیې یې تر لاسه کولې او اسیران یې خوشې کول او چې کله یې د بي بي خدیجې رضي الله عنها عامل ولید پو ښتنه یې وکړه: دا د چا فدیه ده؟
ورته ويې ویل: دا د ابي العاص بن الربیع فدیه ده نبي کریم صلی الله علیه وسلم وژړل او ویې ویل دا د خدیجې عامل دی.
بیا را مخکې شو او ویې ویل: ای خلکو دا اسیر کس دا نه چې زما زوم دی آیا هغه خوشې کوئ او که نه؟
او آیا دا قبلوئ چې د زینب عامل بېرته ور ولیږئ؟
ویې ویل: هوکې یا رسول الله.
(دې ته وایي د سپاهیانو ادب)
نبي کریم صلی الله علیه وسلم عامل ورکړ او ورته ویې ویل: زینب ته ووایه چې د خدیجې له عامل سره زیاتی مه کوه!.
بیا یې ورته وویل: ای ابا العاصه الله ماته امر کړی چې د مسلمانې مېرمنې او کافر خاوند تر مینځ جدایي راولم آیا زما لور راته را لېږې؟
ویې ویل: هوکې.
زینب رضي الله عنها دابي العاص د استقبال لپاره د مکې دروازې ته را ووتله او کله چې هغه خپل خا وند ولیدله ورته ویې ویل: زه تلونکی یم زینب ورته وویل: چېرته؟
ابو العاص ورته وویل: زه تلونکی نه یم بلکې ژر ده چې ته به خپل پلارته لاړه شې.
زینب رضي الله عنها ورته وویل: مګر ولې؟ هغه ورته وویل زما اوستا تر مینځ دجدا والي په خاطر لاړه شه خپل پلار ته دې ورشه!.
زینب رضی الله عنها ورته وویل آیا نه کیږي ته هم راسره لاړ شې؟ او اسلام قبول کړې؟
ورته ویې ویل: نه
هغې خپل ماشومان ورسره واخیستل او مدینې ته لاړه.
همدا و چې په مدینه کې په زینب رضي الله عنها پسې ٦ کاله مسلسل خاستګاران راتلل مګر هغې ځوابول په دې امید چې یوه ورځ به یې خاوند راشي.
وروسته له ٦ کلونو ابو العاص له یوې قافلې سره شام ته روان شو او په لاره کې یوه ډله صحابه و د هغه قافله ورڅخه وګرځوله.
هغه د زینب رضي الله عنها دکور پوښتنه وکړه او د سهار له آذان څخه دمخه یې دروازه ور وټکوله او امان یې وغوښت.
زینب رضي الله عنها چې کله هغه ولید ورته ویې ویل: آیا مسلمان راغلی یې؟
هغه ورته وویل: بلکې راتښتېدلی راغلی یم او امان غواړم بیا هغې ورته وویل: آیا اراده لرې چې اسلام قبول کړې؟
هغه وویل: نه
هغې ورته وویل: مه بېرېږه راځه زما دخاله زویه، راځه دعلي او امامه پلاره!.
وروسته له هغه چې کله نبی کریم صلی الله علیه وسلم مسلمانانو ته د سهار جماعت ورکړ ګوري چې دجومات له آخر څخه آواز راځي چې وایي ابی العاص بن الربیع ته مې امان ورکړی.
نبی کریم صلی الله علیه وسلم خپلو ملګرو ته وویل: آیا هغه څه چې ما واوریدل تاسې هم واورېدل؟ هغوی وویل: هوکې یا رسول الله.
زینب رضي الله عنها وویل: یا رسول الله که چېرې لرې شي ابی العاص زما دخاله زوی دی او که نږدې شي هغه د هلکانو پلار دی او یا رسول الله ما هغه ته فنا ورکړې ده.
بیا نبي کریم صلی الله علیه وسلم جګ شو او ویې ویل: ای خلکو دا نه چې دا کس زما زوم دی مګر هغه چې کله ماته څه ویلي رښتيني ختلي او چې کومه وعده یې کړې پر هغه وفادار پاتې شوی.
که چیرته هغه ته خپل مال ورکوئ او پرېږدئ یې چې لاړ شي ډېر ښه او که چیرته يې نه پرېږدئ بیا هم حق له تاسې سره دی او زه پرتاسې کومه ملامتیا نه اچوم.
ملګرو وویل: بلکې مال یې ورکوو او پرېږدو يې چې لاړ شي، یا رسول الله.
بیا نبی کریم صلی الله علیه وسلم زینب رضي الله عنها ته مخ کړ او ورته ویې ویل: ای زینبې! موږ هم هغه چا ته امان ورکړ چا ته چې تا امان ورکړی. بیا رسول صلی الله علیه وسلم د زینب رضي الله عنها کورته ورغی ورته ویې ویل: د هغې میلمه پالنه وکړه ځکه هغه ستا دخاله زوی او د ماشومانو پلار دی.
مګر ګوره! چې هغه تا ته نږدې نه شي ځکه هغه ستا لپاره حلال نه دی.
زینب رضي الله عنها وویل: هوکې یا رسول الله.
زینب رضي الله عنها ابی العاص بن الربیع ته ورغله او ورته ویې ویل: ستا له فراق نه سخت کړېږو؟
آیا نه کیږي چې مسلمان شې او له موږ سره پاتې شې؟
هغه وویل: نه
خپل مال یې ورسره واخیست او بېرته مکې ته وګرځېده.
کله چې مکې ته ورسېد، ودرید او ویې ویل: ای خلکو! دا ستاسې مالونه آیا له ما سره ستاسې څه پاتې دي؟
د مکې خلکو وویل: تا له موږ سره ښه وکړل او په خپل عهد باندې دې غوره وفا وکړه.
بیا یې وویل: أشهد أن لا إله إلا الله وأن محمدًا رسول الله
بیا سهار وختي مدینې ته داخل شو او نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته ورغی او ویې ویل: یارسول الله! تېره ورځ تا امن راکړ اونن راغلی یم او په اخلاص سره وایم چې: أشهد أن لا إله إلا الله وأنك رسول الله.
بیا ابو العاص بن الربیع رضي الله عنه وویل: یا رسول الله آیا اجازه راکوې چې زینب رضي الله عنها ته ور وګرځم.
بیا نبي کریم صلی الله علیه وسلم هغه تر لاس ونیو او ورته ویې ویل: راځه! له ماسره او د زینب رضي الله عنها په دروازه کې ودرېدل دروازه یې ور وټکوله او ویې ویل: ای زینبې
ستا د خاله زوی نن بیا راغلی اجازه رانه غواړي چې تا بېرته ورکړم آیا ته یې قبلوې؟
د هغې مخ بیا سور وګرځېده او تبسم یې وکړ.
له دغه واقعې څخه یو کال وروسته زینب رضي الله عنها وفات شوه او ابو العاص په هغې پسې ډېر زیات وژړل آن تر دې چې خلکو رسول الله صلی الله علیه وسلم ولید چې هغه ته یې تسلي ورکوله او ابو العاص ورته ویل: یارسول الله په دنیا کې بدون له زینب رضی الله عنه څخه طاقت نه لرم.
او یو کال وروسته د زینب رضي الله عنها له مرګ څخه ابو العاص بن الربیع هم وفات شو.

















