علامه محمد معين الدين ابوالفضل، أفغاني حفظه الله ودامت برکاته
محترمو وروڼو ! يو د إسلام له محاسنو دادی چې هر څوک چې د اسلام په هداياتو عمل وکړي نو څلويښت قِسمه منقبتونه او کرامتونه يې الله ( جل جلاله ) په برخه کوي :
امام حجة الإسلام غزالي ( رحمه الله تعالی ) په خپل کتاب منهاج کې ذکر کړيدي چې کله ما په هغو شيانو کې تأمُّل او فکر وکړ کوم چې الله ـ جل جلاله ـ يې بنده ته د إسلام په هداياتو د عمل په سبب ورکوي نو دې نتېجې ته ورسيدم چې هغه په مجموعي ډول څلويښت کرامتونه او إنعامونه دي ، چې شل۲۰ يې په دنيا او شَل يې په آخرت کې دي : هغه شل إنعامونه چې الله پاک يې په شرعي هداياتو دعمل له وجي بنده ته په دُنيا کې ورکوي په دې شرح دي :
۱ ــ الله ( جل جلاله ) ددغه راز انسان ذکر ، ثنا او صفت کوي .
په دنيا کې چې يو وزير يا يو بادشاه په يو مجلس کې د يو چا ذکر او صفت وکړي نو دی دا کار د خپل ځان په اړه څونه لوی إفتخار او عظمت ګڼي ؟! نو چې د يو چا ذکر او صفت د ملائکه ؤ په حضور کې الله ( جل جلاله ) وکړي نو دا خو حتماً بايد د خپل ځان لپاره له اندازې وتلی فخر او عظمت وبولي .
د إسلام پيغمبر ( صلی الله عليه وسلم ) په يوه مبارک حديث کې ( چې په مشکوة و غيره کې يې روايت سويدی ) فرمايلي دي چې الله ( جل جلاله ) فرمايلي دي : زه له بنده سره پر هغه ډول يم لکه څنګه چې دده ګمان وي پر ما باندي، او کله چې دَی ما یاد وي نو زه له ده سره يم ، که ده زه له خپل ځان سره ياد کړم ( يعني بل څوک نه ؤ ورسره ، دتنهايي په حال کې يې زما ذکر وکړ ) نو زه به دَی له خپل ځان سره ياد کړم ، او که چېري ده زه په يوه ډله کې ياد کړم نو زه به يې په داسي ډله کې ياد کړم چې دده تر ډلي به ډيره بهتره وي.
۲ : الله ( جل جلاله ) ددغه بنده چې د إسلام په هداياتو عمل کونکې وي شکر ګذاري او تعظيم کوي
۳ : الله ( جل شانه ) له دغه صالح بنده سره محبت کوي، لکه چې الله پاک فرمايلي دي : « إن اللهَ يُحبُّ المتقين ». يعني بېشکه الله تعالی له متقيانو سره محبت کوي.
۴ : دا چې الله (جل جلاله) ددغه ډول بنده کارسازي کوي او دده کارونه الله پاک په خپل عظيم تدبير سره ور سموي .
۵ : دا چې الله (جل شانه) ددغه نيک عمله انسان روزي او رزق له داسي لارو وربرابروي چې دده په خيال کې لا هم نه وي ، بېله دې چې دَی د روزي او رزق د حاصلولو لپاره کِسب او کار وکړي الله پاک روزي ور رسوي، لکه الله تعالی چې فرمايلي دي : « و من يتق الله يجعل له مخرجاً ويرزقه مِن حيث لا يَحتَسب » .
يعني : او هر څوک چې ويريږي له الله ( جل جلاله) څخه نو الله پاک به ده ته له مشکلاتو څخه دوتلو ځای اولار پيدا کوي ، او له هغه طرفه به رزق ورکوي چې دَی به يې ګمان نکوي ( يعني ددې چې له دغه طرفه دي و ماته رزق راکول سي ) .
۶ : : دا چې الله ( جل جلاله) ددغه راز انسان نصرت او مدت کوي، او هر دُښمن چې دده وي يا هر څوک چې وده ته د بدو اراده کوي ، نو دَی په خبر لا هم نه وي الله پاک يې ورڅخه دفع کوي .
۷ : دا چې دغه ډول شخص الله پاک له وحشت څخه په امن کوي، او له دې ويري يې بيغمه کوي چې زما په حال يا په دغو نعمتو کې چې الله پاک راکړيدي تغير او تبديل رانسي .
پوه سه ! چې يو څوک چې د الله (جل جلاله ) او دهغه د رسول (صلی الله عليه وسلم ) نافرماني کوي نو د هغه په زړه کې په غيبي ډول داسي وحشت او نفرت پيدا کېږي چې له هيچا سره يې زړه نه لګيږي، نا ارامه او مُضطرب الحاله وي ، دارنګه که يوه خوشحالي او يو ښه حال باندي راسي نو دفعتاً دا ويره ورسره پيدا سي چې دغه حال په غم رابدل نسي او را څخه زائل نسي ، مګر صالح انسان له دغسي وحشت او ويري څخه الله پاک په أمن کړی وي .
۸ : دا چې د إسلام د هداياتو د تابعداری په وجه الله پاک انسان ته داسي لوړ هِمت او عزت وربخښي چې د الله ( جل جلاله ) له رضا پرته دولت ، مال ، جاه، جلال او له ټولو دنيوي شيانو هيڅ په فکر کې نه ورځي ، حتی که لوی لوی اميران ، سرداران او بادشاهان دده إحترام او خدمت کوي هم ده ته سبب د عُجب ، کبر او غرور نه ګرځي ، بلکې دده هِمت د الله (جل جلاله) په عبادت او د الله تعالی د مخلوق په خدمت کې (د الله پاک د رضا مندي لپاره) مصروف وي .
۹ : د إسلام د هداياتو د تابعدار انسان عقل ، مزاج او طبيعت له شخصي دنيوي ګټو څخه دا ډول تَرَفُع او بلندپروازي کوي لکه څرنګه چې لويان عاقلان خلګ د کوچنيانو او ښځو له کارو څخه ترَفع او ليري والی کوي .
۱۰ : متقي انسان ته الله پاک غناءِقلبي ، يعني د زړه غنيتوب وربخښي ، کوم چې أصلي او حقيقي غنيتوب هم له دغه غنيتوب څخه عبارت دی .
د چا چې په زړه کې غِنا نه وي نو که تمامه دُنيا دده سي لا به هم د مسکېن او فقير په ډول ستړی او سرګردانه وي، او که د چا په زړه کې الله پاک غِنا پيدا کړه او زړه يې غني سو نو که سل ورځي وږی او تږی ګرځي لا هم مطمئن او ارام وي .
۱۱ : دا چې الله ( جل جلاله ) د هغه انسان په زړه کې کوم چې د الله تعالی په أحکامو عمل کونکې وي يو قِسم نور پيدا کوي چې د هغه نور په وجه داسي علومو او أسرارو ته لار پيدا کوي کوم چې په ډير زيات مِحنت سره چا ته نسي حاصليدلای، لکه چې د اسلام پيغمبر صلی الله عليه وسلم په يوه مبارک حديث کې ( کوم چې د حديثو په معتبرو کتابو کې مذکور دی ) فرمايلي دي : « مَن عَمِلَ بِما عَلِمَ ورثه اللهُ علمَ ما يعلَمْ » ، يعني هر څوک چې په هغه څه عمل وکړي کوم چې زده کړي يې وي ( چې هغه عبارت دي له شرعي أحکامو څخه ) نو الله تعالی به يې د هغو شيانو د عِلم وارث وګرځوي کوم چې دی په هغو شيانو نسوای عالم کېدلای ( يعني له بلي لاري څخه ، چې و دې ته علمِ باطني ، علم وراثت او علم لَدُني ويل کېږي ).
لکه چې په دې اړه ځما يو شعر دی :
د لَدُن په مقابِل کښي نظر څه دی
و فولادو ته حَجَر او مدَر څه دی
وسائل د عبور تا لره پــــکار دي
اوليـــاوو ته د بـــحر ګذر څه دی
چې نې مغز نه أثر نه يې ثمروي
أبوالفضله داسي علم وهنر څه دی .
۱۲ : الله تعالی دده شرح صدر کوي ، يعني الله پاک يې سينه ورخلاصه او پراخه کړي چې ددې په نتيجه کې په ده کې داسي عظيم تَحمل او برداشت پيدا سي چې له هر څونه مشکلاتو او تکليفو سره مخامخ کېږي نو هيڅ قِسم وار خطايي نکوي او په ډيره ميړانه او لوی هِمت سره د هغوئ تحمل او برداشت کولای سي .
شرح صدر دالله ( جل جلاله ) په نعمتو کې يو ډير عظيم نعمت دی، حضرت موسی عليه السلام د همدغه نعمت د حاصلولو لپاره دُعا کړيده ، لکه چې الله تعالی په قرآن کريم کې له ده څخه په دې ډول حکايت فرمايلی دی : «رَب اشرح لِــي صَــدري » . يعني اې زما ربه! زما سينه راخلاصه کړې. او الله ( جل جلاله ) و خپل رحمة للعالمين رسول حضرت محمد ( صلی الله عليه وسلم ) ته په مقام د تسلې او د خپلو نعمتو د وريادولو کې داسي فرمايلي دي: « الم نَشرح لــک صــدرک ». يعني : ايا نه ده درخلاصه کړې موږ ستا لپاره سينه ستا ؟ ( يعني بلکې درخلاصه کړې مو ده ).
۱۳ : دا کرامت او نعمت الله پاک د إسلام د هداياتو و تابعدار ته وربخښي چې د خلګو په زړو کې يې هيبتناک او د دبدبې خاوند ګرځوي، او دارنګه د خلګو په زړو کې الله پاک دده إحترام او عزت پيدا کوي چې په نتيجه کې أخيار او أشرار دده إحترام کوي او هر ظالم ، جابر او د وخت فرعون له ده څخه ويريږي ، لکه چې د إسلام پيغمبر ( صلی الله عليه وسلم ) په يوه مبارک حديث کې ( چې امام غزالي رحمه الله تعالی يې په احيآءالعلوم کې روايت کړيدی فرمايلي دي :هر څوک چې له الله ( جل جلاله ) څخه ويريږي ، نو الله پاک به هرد شمن له ده څخه په ويره کې واچوي .
۱۴ : دا نعمت الله ( جل جلاله ) ورکوي چې د انسانانو په زړو کې يې محبوب ګرځوي، هر څوک له ده سره مينه او محبت کوي، هيڅوک نفرت نه ورڅخه کوي ، لکه چې په يوه مُثبت حديث کې چې په مشکوة و غيره کې یې روايت سويدی داسي مضمون راغلی دی چې د إسلام پيغمبر (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي :
صالح او نيک انسان اول و الله ( جل جلاله ) ته محبوب وګرځي او په مخلوقاتو کې هيڅوک له دې څخه خبر نلري چې دغه سړی د الله تعالی محبوب او دوست دی ، بيا الله پاک جبرئيل عليه السلام ته وفرمايي : اې جبرئيله ! زه له فلاني سړي سره محبت کوم نو ته هم محبت ورسره کوه ، بيا جبرئيل عليه السلام نوري پرشتې هم له دغه صورتحال څخه خبرداري کړي ، وروسته بيا د زمکې د خلګو په زړو کې دده محبت او مينه الله پاک پيدا کړي، دغه راز محبوبيت نو چې د يو چا نصيب سي أصيل او صحيح محبوبيت دی .
او د خلګو په زړو کې محبوبيت کله فاسد او باطل هم وي هغه دادی چې يو انسان د الله تعالی په نزد مبغوض، ملعون او تر حيوانانو لا په کښته درجه کې وي ، مګر په خلګو کې د مادياتو په خاطر محبوب او منل سويوي ، لکه چې زما يو شعر دی :
چې په اسمان کښي تســــليم نسي ابوالفـــضله اول
خالي پر ځمکه منل سوي صالحان دي ســــي ورک .
۱۵ : دا نعمت او کرامت الله پاک خپل صالح بنده ته په دنيا کې وربخښي چې دده هر شی برکتناک وي که خبري وي ، که حرکت او سکون وي ، که يې جامه وي که د ناستي ځای او که يې د قدم خاوره وي په هر شي کې يې الله پاک برکت اچوي او د خلګو د ګټي او فايدې سبب يې ګرځوي .
۱۶ : الله پاک دا خَلعَت او کرامت ورکوي چې زمکه ، درياب او هوا يې تابعداره او مُسخره ګرځوي ، نو که پر زمکه تګ کوي ډيره ليري مسافه په يوه ثانيه کې پرې کوي ، او که په درياب کې د تګ اراده وکړي نو د اوبو پر مخ باندي روان وي او اوبه يې نه غوټه کوي ، او که هوا ته قصد وکړي نو په هوا کې هستوګه او تګ کولای سي .
ځينو علماؤ په خپلو کتابو کې ددې هري خبري مِصداق ذکر کړيدی ، داسي متعدد نقلونه سته چې د الله تعالی ځينو دوستانو به په هوا کې کوډَله جوړه کړې وه او هلته بې د الله ( جل جلاله ) عبادت کاوه ،عبد الرحمن بابا ( رحمه الله تعالی ) فرمايلي دي :
چې په يوه قدم تر عرشه پوري رسي مــــا ليدلئ دئ رفـتار د درويــــشانو
۱۷ : څوک چې د الله (جل جلاله) او د هغه د رسول د هداياتو تابع سي نو الله پاک درندګان، وحشي حيوانان او د زمکې خزندې يې مسخر او تابعداره ګرځوي ، لکه شيخ سعدي شيرازي (رحمه الله تعالی ) چې په بوستان کې فرمايلي دي :
چې یو سړی مي وليدی چې پر پړانګ باندي سپور ؤ زه ډير په تعجب کې ورته پاته سوم ، دغه سړي راته وويل :
تو هم ګردن از حــکم داور مپيچ که ګردن نه پيچد ز حکم تو هيچ
يعني اې سعدي ته هم د الله ( جل جلاله ) له حکمه غاړه مه پيچه چې بيا به هيڅ شی ستا له حکمه غاړه نه پيچې .
۱۸ : دا خلعَت او إنعام متديّن انسان ته وربخښل کېږي چې الله پاک د زمکې مفاتيح او چابياني دده په اختيار کې ورکوي، بيا نو کچېري غواړي چې له زمکې خزانه ورته راښکاره سي نو چې زمکه په لاس سره ووهي خزانه ورته راښکاره کېږي ، او که اوبه وغواړي نو چې زمکه په پښه سره ووهي د اوبو چېنه ورته راووزي ، او که د خوراک اراده وکړي نو غيبي سترخوان ورته پيدا سي .
۱۹ : دا نعمت او کرامت الله تعالی وربخښي چې د الله پاک په حضور کې قدرمند او مخور وي، او هر قسم ناز چې پر الله تعالی باندي وکړي نو الله ته منظور وي ، په همدې سبب خلګ دده د خدمت کولو په وجه او دده د وجاهَت او برکت په سبب د خپلو مشکلاتو حَل او د حاجاتو پوره کول له الله ( جل جلاله ) څخه غواړي .
۲۰ : څوک چې د الله ( جل شانه ) د هدايت مطابق ژوند کوي نو الله تعالی دده دُعا او شفاعَت قبلوي، حتی ځيني داسي نيکان لا هم پيدا کېږي چې که و غره ته اشاره وکړي نو هغه غر له خپل ځای څخه ليري کېږي، او که په زړه کې يو شی ورتير کړي بېله دې چې په خوله د هغه سوال وکړي الله عــــز وجـــل دده هغه مطلب تر سره کوي ،دا ټول هغه کرامتونه دي چې په دنيا کې يې الله پاک د هغو بندګانو په برخه کوي چې دوئ د إسلام د هداياتو موافق ژوند کوي .
او هغه شل کرامتونه چې د دنيا له ژوند څخه وروسته يې الله پاک دده په نصيب کوي هغه په دې شرح دي :
۱ : د مرګ سکرات او سختۍ الله پاک پر ده اسانه کوي .
۲ : په قبر کې د نکېر او منکَر د پوښتنو په وخت يې الله پاک د إسلام پر کلِمه مُحکموي.
۳ : د راحت ، أمن ، خوشحالۍ او دجنت زيری د الله له طرفه پر ده باندي کېږي .
۴ : کله چې روح يې له بدنه جلا سي د اسمانو پر ملائکه ؤ د إکرام او اعزاز په خاطر وړاندي کېږي ، او قبر ته يې د بدن سپارل د خلګو له طرفه په ډير اخلاص او تعظيم سره سر ته رسيږي ، او هر څوک دا غنيمت ګڼي چې دده په جنازه کې شرکت وکړي .
پنځم : داچې د جنت په نعمتو کې به هميشه اوسيدونکې وي .
شپږم : په قبر کې د نکېر او منکر د سوال له هيبت څخه په أمن کېږي.
اوم : قبر ورته فراخيږي او په قبر کې نور ورته پيدا کېږي، او د قيامت تر ورځي پوري قبر د جنت له باغچو يو باغچه ورته ګرځي .
اتـــم : د ځينو اروحونه په دوئ کې د زرغونو مرغانو په نسو کې اچول کېږي او په جنتو کې ګرځي ، لکه د شهيدانو اروحان .
نهـــم : د حشرګاه په ورځ به د کرامَت او عزت جامې پر أغوستلې کېږي، دارنګه به د کرامت تاج پر سر ورايښوول کېږي، او پر بُراق باندي سپور به د حشرګاه و ميدان ته راځي .
۱۰ : د قيامت په ورځ به دده مخ له نور څخه ډک ، خندان او خوشحاله وي او په حشرګاه کې به حاضريږي، لکه الله ( جل جلاله ) چې فرمايلي دي : « وجوه يومئذ مسفرة ضاحکة مستبـشرة »
يعني يو قسم مخونه به په دغه ورځ کې روښانه وي، خندان او خوشحاله به وي ( يعني چې هغه د صالحانو او نيک عمله انسانانو مخونه دي ) .
دا کرامت الله جل شانه ورنصیب کوي چې د قیامت په ورځ به يې الله پاک د قیامت د ورځي له اهوالو ، ویرو او سختیو په امن کړي.
۱۲ : دا چې عملنامه به په راسته لاس کې ورکړي، اوځيني به په دغو نیکانو کې داسي هم وي چې دسره به حساب اوکتاب نه ورسره کېږي ، بلکې بې حسابه به جنت لره ځي .
۱۳ : دا چې که حساب ورسره کېدی نو په سهولت او اساني به ورسره کېږي.
۱۴ : دا چې تله د نیکو اعما لو بې درنه سي اوځيني خو به لا داسي هم وي چې د اعمالو د تللو له انتظار څخه به هم خلاص وي .
۱۵ : دا چې د نبي علیه السلام د حوض کوثر اوبه به یې نصیب سي.
۱۶ : دا چې د صراط پر پله به په ډیره تیزي اواساني سره تير سي، حتی ځيني به په دغو نیکانو کې داسي نازولي هم وي چې د دوزخ کښکې به لا نه واوري.
۱۷ : دا چې د عرصات پر میدان به د ګناهګارانو لپاره د شفاعت کولو اجازت ورکړسي .
۱۸ : دا چې د جنت ابدي نعمتونه بې نصیب سي.
۱۹ : دا چې رضوان اکبر به یې نصیب سي چې عبارت دی د الله پاک له رضا څخه چې ډیره لویه ده.
۲۰ : دا چې د الله پاک ديدار بې نصیب سي . [ انتهی کذافي قطب الارشاد ،مع توضیح وزیادة ایرادالدلائل في اکثرالمواضع] .
اللهم ارزقنا جمیع ذالکَ بفضلک العظیم،امين یارب العلمين

















