(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۱۷)
طالبانو نن د زمري په اوولسمه نيټه د لوی اختر په مناسبت د خپل مشر الشیخ ملا هيبت الله اخندزاده اختريز پيغام خپور کړ.
په دغه پيغام کې د افغانستان مسلمان اولس، مجاهدينو او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته اختر مبارکۍ ويل شوې.
دغه راز په پيغام کې يې پر طالبانو غږ کړی چې د اولس خدمت او خونديتوب ته پاملرنه وکړي، د شهيدانو، معيبونو او بنديانو د کورنيو پوښتنې او هغوی سره لازمې مرستې وکړي.
نوموړي له امريکا سره د روانو مذاکراتو په اړه ويلي، که وسله وال جهاد دی او که د مذاکراتو او تفاهم پروسه ده په دواړو کې يې موخه د اشغال خاتمه او په افغانستان کې د اسلامي نظام حاکميت دی.
(ــ موږ غواړو چې هیواد وال مو د منصفانه قضاء، ریښتني سیاست، قوي اقتصاد، سالم ثقافت، معیاري تعلیم، سوکاله اجتماعي ژوند او د اسلامي فرهنګ له ټولو معیارونو او مزایاوو برخمن وي).
د طالبانو مشر په دغه اختريز پيغام کې امريکايي چارواکو ته ويلي، تيرو اتلس کلونو کې يې بيلابيل ډوله پوځي ستراتيژۍ له ناکامۍ سره مخ شوي، بايد د مسئلې په سوله ييز حل باندې غور وشي او لکه څرنګه چې اسلامي امارت په جديت سره د سولې پروسه پر مخ وړي، تاسې هم بايد جدي او ريښتيني و اوسۍ.
نوموړی دغه راز وايي، افغانستان کې پر ملکي ميشت ځايونو د امريکا د بمباريو زياتوالی، او د امريکايي پوځي او سياسي چارواک ضد او نقيض څرګندونې هغه څه دي چې د سولې پروسې په اړه تشويش او شکونه پيدا کوي په خبره يې: ” د مذاکراتي پروسې د بریا لپاره اساسي شرط دوه اړخیز اعتماد دی نو لازمه ده چې د دغسې منفي کړنو مخه ونیول شي”.
د طالبانو د مشر ملا هيبت الله اخندزاده د لوی اختر په مناسبت پيغام چې د طالبانو له رسمي ادرسه کابل ټکی کام ته راليږل شوی د اهميت له مخې يې کټ مټ نشر ته سپارو:
———————————————
د نیکمرغه لوی اختر په مناسبت د عالیقدر امیر المؤمنین شیخ الحدیث هبة الله اخندزاده صاحب پیغام
بسم الله الرحمن الرحیم
الله أکبر الله أکبر، لا إله إلا الله والله أکبر، الله أکبر ولله الحمد
إن الحمد لله نحمده ونستعينه ونستغفره ونعوذ بالله من شرور أنفسنا ومن سيئات أعمالنا من يهده الله فلا مضل له ومن يضلل فلا هادي له وأشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له وأشهد أن محمدا عبده ورسوله.
قال الله عز وجل في محکم کتابه:
ــ فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ ﴿٢﴾ الکوثر
ژباړه: نو ته د خپل هماغه رب لپاره لمونځ ادا کړه او قرباني وکړه.
ــــ قُلْ إِنَّ صَلَاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّـهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿١٦٢﴾ الانعام
ژباړه: ووایه! زما لمونځ، زما د عبادت ټول مراسم، زما ژوند او زما مرګ، هرڅه د کائيناتو د پالونکي الله ( جل جلاله) لپاره دي.
ـــ و إِن جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ(۶۱) الانفال
ژباړه: او ( ای پيغمبره!) که دښمن د روغې جوړې خواته میلان ولري، نو ته هم د هغې لپاره تیار اوسه، او پر الله توکل وکړه، په یقیني ډول هماغه د هرڅه اورېدونکی او په هرڅه پوهېدونکی دی.
ــ عن انس رضي الله تعالی عنه، قال ضحی النبي صلي الله علیه وسلم، بکبشین، املحین، اقرنین، ذبحهما بیده و سمی وکبر و وضع رجله علی صفاحهما. رواه مسلم
ژباړه: له انس رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چې نبي صلی الله علیه وسلم په دوه برګو او ښکرورو پسونو سره قرباني وکړه، هغه يې پخپل لاس ذبح کړل، بسم الله يې وویله او تکبیر يې ووایه او خپله پښه يې د هغوی په غاړو ايښې وه.
ــ وعن عائشة رضي الله تعالی عنها، قالت قال رسول الله صلی الله علیه وسلم، ماعمل ابن أدم من عمل یو النحر احب الی الله من اهراق الدم و انه لیؤتی یوم القیامة بقرونها و اشعارها و اظلافها، و ان الدم لیقع من الله بمکان قبل ان یقع بالارض فطیبوا بها نفسها. رواه الترمذی و ابن ماجه
ژباړه: له عایشې رضي الله تعالی عنها څخه روایت دی، چې رسول الله صلي الله علیه وسلم وفرمایل:
د بني ادم لپاره د لوی اختر په ورځ د الله تعالی لپاره (د قربانۍ) د وينې له تویولو څخه بل غوره عمل نشته، خامخا به د قیامت په ورځ د دغې قربانۍ ښکرونه، ویښتان او سمونه راوړل کیږي (د میزان په تله کې به تلل کیږي) او په ځمکه باندې د قربانۍ د وینو له توېدو وړاندې د الله تعالی په نزد له قربانۍ کونکي څخه قبوله شوې وي (او اجر يې ورکول کیږي)، نو تاسود زړه په خوشحالۍ سره قربانۍ وکړئ.
د افغانستان مجاهد او مؤمن ولس، د سنګر سرښندونکو غازیانو، او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته،
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!
ــ له هر څه د مخه تاسې ټولو ته د نیکمرغه لوی اختر مبارکي وایم. الله تعالی مو قربانۍ، صدقات، حجونه، جهادي خدمتونه او ټول حسنه اعمال مقبول وګرځوه. آمین یا رب العالمین.
ــ هیله مي داده چي د اختر دغه مبارکې ورځې په خوشحالۍ ولمانځو. د اختر لمونځ، قرباني او نور عبادات په احسنه طریقه ترسره کړو او په پوره اخلاص، ورورولۍ، عطوفت او محبت سره د قربانۍ دا ستر اختر تیر کړو.
ــ له ټولو اهل خیرو او شتمنو هیواد والو څخه هیله کوم چي د خپلو قریبانو، ګاونډیانو، دوستانو، یتیمانو، کونډو، معیوبینو او کم وسه هیوادوالو سره حتی الوسع کومک وکړي.، الله تعالی فرمایي: لِلَّذِينَ أَحْسَنُوا الْحُسْنَى وَزِيَادَةٌ وَلا يَرْهَقُ وُجُوهَهُمْ قَتَرٌ وَلا ذِلَّةٌ أُوْلَئِكَ أَصْحَابُ الْجَنَّةِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ.(۲۶) یونس.
ژباړه: کومو کسانو چې د ښو چارو لار غوره کړه، د هغو لپاره ښيګڼه او زیاته مهرباني ده، د هغوی پر مخونو باندې به توروالی او خواري خوره نشي، هغوی د جنت حقدار دي، هلته به د تل لپاره اوسیږي.
مجاهدینو وروڼو!
ــ تاسي ته مې هدایت دا دی چې د اختر په ورځو کې د خپل مؤمن اولس هوساینې، خدمت او خوندیتوب ته پوره توجه وکړئ. د هیواد والو د خوشحالۍ او ارامۍ لپاره ټول لازم اقدامات ترسره کړي. د شهیدانو، معیوبینو او بندیانو د کورنیو پوښتنه وکړي او د خپل توان په اندازه ورسره مرسته وکړي.
مؤمنو هیوادوالو!
ــ لکه څرنګه چې خبر یاست په دې وروستیو کې د دښمن لخوا په عام ولس بمبارونه، چاپې، د ولسي خلکو وژل، ځورول او د کورونو، مدرسو،کیلنیکونو او جوماتونو د تخریب واقعات خورا زیات شوي دي. دښمن د ډیرې وار خطایۍ له امله له ولس سره ښکاره دښمني ته ملا تړلې او له هیڅ وحشت څخه دریغ نه کوي. څرنګه چې د ظلم انجام زوال دی موږ باور لرو چې د دغو ظالمانو زوال او ذلت را نږدې شوی دی. ان شاءالله تعالی.
ــ که له یوې خوا دښمن د شکست او وارخطایۍ په حالت کې زموږ ولس وژنې ته مخه کړې، لله الحمد د اسلامي امارت مجاهدین د الله تعالی په نصرت او بیا د خپل میړني ولس په ملاتړ په نظامي او سیاسي دواړو ډګرونو کې په ډیر حکمت او تدبیر سره د بریا او پرمختګ مراحل طی کوي. د الفتح عملیاتو په لړ کې مجاهدینو د هیواد په بیلابیلو برخو کې ډيرې سیمې فتحه کړي دي. له اطرافي سیمو علاوه په لویو لارو او استراتيژیکو نقطو د مجاهدینو واکمني پراخه او ټینګه شوې ده. د ځمکې په مخ له دښمن څخه هر ډول نظامي ابتکار اخیستل شوی او اوس یوازې هوایي ړانده بمبارونه ورپاته دي، د مجاهدینو تر منځ اتحاد، هماهنګي، نظم او د اطاعت روحیه په ډیر ښه حالت کې ده.
ــ په سیاسي ډګر کې که له یوې خوا په نړیواله او منطقوي سطحه د اسلامي امارت سیاسي روابط پراخ شوي، د اسلامي امارت داعیه او پالیسي ورته تشریح شوې او دوه اړخیز اعتماد او تفاهم رامینځته شوی. په هیوادنۍ کچه هم اسلامي امارت د سولې او جوړ جاړي په موضوع کې د محور په رول کې را څرګند شوی، له سیاسي جهتونو او ګڼو سیاسي او مخورو شخصیتونو سره یې د راتلونکي په اړه رغنده پرمختګ کړی، دا خورا مهمه پرمختیا ده چې اوس د افغانستان سیاسي قشر مطلق اکثریت د اسلامي نظام د حاکمیت او بهرنیو اشغالګرو د وتلو په داعیه کې له اسلامي امارت سره همغږي دي او زموږ د دې اتلس کلنې برحقې داعیې ملاتړ کوي.
مؤمنو هیوادوالو!
موږ که د الله تعالی په لاره کې مسلح جهاد کوو او یا که د مذاکراتو او تفاهم پروسه پر مخ وړو، په دواړو کې مو مقصد داشغال خاتمه او په افغانستان کې د اسلامي نظام حاکمیت دی.
یقین لرو چې د هر افغان وګړي چې د ټولنې له هر قشر سره تړاو ولري خیر په اسلامي نظام او خپلواک هیواد کې دی.
ــ موږ غواړو چې هیواد وال مو د منصفانه قضاء، ریښتني سیاست، قوي اقتصاد، سالم ثقافت، معیاري تعلیم، سوکاله اجتماعي ژوند او د اسلامي فرهنګ له ټولو معیارونو او مزایاوو برخمن وي.
ــ په هیواد کې د ټولګټو پروژو ساتنه، د خیریه موسسو د بې غرضه فعالیتونو ملاتړ، د ملي شتمنیو حفاظت، او په ټوله کې د هیواد هراړخیز پرمختګ زموږ هدف او د پالیسي برخه ده.
په مخالف صف کې ولاړو افغانانو ته وایو چې:
موږ ستاسو خیرخواهان یو، باور وکړئ چې په تاسو مو د دنیا او آخرت بدمرغي نه لوریږي. ستاسو سره زموږ د مخالفت لامل دا دی چې تاسو د اشغالګرو په صف کې ولاړ یاست، موږ د زرګونو بندي عسکرو په خوشي کولو سره ثابته کړې چې که تاسو د پردیو لپاره له جګړې او خدمت نه لاس واخلئ زموږ وروڼه یاست، تاسې چې د وطن د دفاع په نوم له اشغال ګرو سره په څنګ کې ولاړیاست او له خپلو هیواد والو سره په جنګ یاست نو وطن له چا څخه ساتئ؟
راځئ د هیواد د ازادۍ او د ولس د جهادي ارمانونو د پوره کیدو له مهیا شوي فرصت نه په ګډه استفاده وکړو. د اشغالګرو د وتلو او په هیواد کې د حقیقي اسلامي نظام د جوړښت لپاره زمینه سازي وکړو. تر څو مو اولس له اوږده بحران او دوامدارو کړاوونو څخه نجات ومومي.
امریکایې چارواکو ته وایو!
په تېرو اتلسو کلونو کې د بیلابیلو پوځي ستراتژیو ناکامي کافي ده چې د مسئلې د حل لپاره په سوله ییزو لارو غور وشي. اوس چې په دې اړه د مذاکراتو پروسه جریان لرې، نو لکه څنګه چې اسلامي امارت په جدیت دغه پروسه پر مخ وړي او له پخوانه یې سیاسي دفتر په دې برخه کې دپام وړ قدمونه اخستي او اوس یې ټول مذاکراتي جریان د مشرتابه دسیاسي مرستیال له لوري اداره کیږي، قوي مذاکراتي ټیم یې په کار ګمارلی، تاسو هم باید په رښتیني معنی دغه پروسه مخته بوزئ ترڅو د مسئلې د حل په لوري اغیزناک ګامونه واخلو او اتلس کلني غمیزي ته د پای ټکی کېږدو.
اما د مذاکراتو د پروسې په جریان کې د امریکا لخوا د ظالمانه او ړندو بمباریو زیاتوالی، په ملکي سیمو بریدونه او ستاسو د بېلابیلو پوځي او سیاسي چارواکو ضد او نقیض اظهارات هغه څه دي چې د دغې پروسې په اړه تشویش او ستاسو په اراده شک پیدا کوي. دا چې د مذاکراتي پروسې د بریا لپاره اساسي شرط دوه اړخیز اعتماد دی نو لازمه ده چې د دغسې منفي کړنو مخه ونیول شي.
د افغانستان مؤمن او غیور اولسه!
سږ کال لوی اختر په داسې حال کې لمانځو چې په نږدې ورځو کې( د اسد په اته ویشتمه) له انګریزي ښکیلاک څخه زموږ د اسلامي هیواد افغانستان د خپلواکۍ اخیستلو سل کاله پوره کیدونکي دي. د دې ستر تاریخي مناسبت له امله دا یادونه ضروري بولم چې هیوادوال په خاص ډول ځوان نسل دې د خپل ویاړمن هیواد او رښتینو مجاهدو اسلافو تاریخ په پوره دقت سره ولولي تر څو پوه او چمتو شي چې د خپلو نیکونو په شان د اشغالګرو پر ضد جهاد ته دوام ورکړي او د بشپړې خپلواکۍ د ترلاسه کولو او اسلامی نظام دحاکمیت تر وخته خپله مبارزه جاري وساتو، تر اشغال لاندې د آزادۍ شعاري لمانځل مفهوم نه لري، د اوسني اشغال سره هم هغه ډول مبارزه او مقابله وکړو، لکه سل کاله وړاندې چې همدې میړني اولس کړې ده.
د اسلامي امارت قهرمانو مجاهدینو!
دا چې د اختر او قربانۍ په دې مبارکو ورځو کې د الله تعالی په لاره کې په مقدسه جهادي مبارزه بوخت یاست، خپل سر او مال مو في سبیل الله جهاد ته وقف کړی او د خپل دین، عقیدې او مؤمن ولس ساتنه کوئ، دا پر تاسو دالله تعالی لوی احسان دی چې دغې مبارکې لارې ته یې انتخاب کړي یاست. تاسو د خپل کردار په اړه دغه الهي ارشاد کافي وبولئ چې فرمایي: وَفَضَّلَ اللَّهُ الْمُجَاهِدِينَ عَلَى الْقَاعِدِينَ أَجْرًا عَظِيمًا(۹۵) النساء
ژباړه: خو د الله په وړاندې د مجاهدینو د خدمتونو بدله له ناستو کسانو څخه ډيره زیاته ده.
په مخلصانه عباداتو او د مؤمنانو په خدمت سره د الله تعالی شکر اداء کړئ او یقین ولرئ چې الله تعالی به ستاسو قربانۍ نه ضائع کوي، په دنیا کې به مو جهادي ارمانونه پوره شي په آخرت کې به ورباندې لوی اجرونه مرتب وي ان شاءالله تعالی.
په پای کې یو ځل بیا ټولو مجاهدینو او شریف ولس ته د لوی اختر مبارکي وایم. الله تعالی دې وکړي چې راتلونکي اخترونه د بشپړې خپلواکۍ او اسلامي نظام په سیوري کې ولمانځو، وما ذلک علی الله بعزیز، والسلام
د اسلامي امارت زعیم امیرالمؤمنین شیخ الحدیث هبة الله اخندزاده
۷/۱۲/۱۴۴۰ هـ ق
۱۷/۵/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/8/8م
















