کابل: د سلام دولتي مخابراتي شبکې رئيس وژل شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۱۷)
د کابل امنيې قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، د سلام دولتي مخابراتي شبکې رئيس قاسم تاج د کابل په پنځمه حوزه کې وژل شوی دی.
د فرامرز په وينا، د نوموړي پر موټر د چسپکې ماین چاودنه کړې چې په ترڅ کې يې پخپله قاسم تاج او د هغه یو ساتونکی وژل شوی دی.
د مخابراتو وزارت سرپرست فهیم هاشمي هم د نوموړي پر موټر چاودنه تاييدوي.
تر اوسه چا د دغه برید مسؤولیت په غاړه نه دی اخيستی.
سلام مخابراتي شرکت په ۱۳۹۲ م کال کې د هيواد په بیلابیلو ولايتونو کې فعاليت پيل کړی دی.



