کابل ټکی کام( شنبه، ۱۹زمری، ۱۳۹۸)
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شمالي کوریا له ولسمشر کیم جونګ اون سره د بیا ځل لیدو خبر ورکړی دی.
ټرمپ ویلي چې د کیم جونګ اون لخوا ورته یو خط لیږل شوی، چې پکې د بیا لیدو غوښتنه ترې شوې ده.
ټرمپ په داسې حال کې یو ځل بیا له خپل کوریایي سیال سره ګوري چې تر دې وړاندې یې هم څو ځل له سختو خرابو اړیکو وروسته ورسره لیدلي دي.
ټرمپ د شمالي کوریا له ولسمشر سره د بیا لیدلو خبر په داسې وخت کې رسنیز کوي چې د شمالي کوریا غصه یو ځل بیا د امریکا په وړاندې راولاړه شوې ده.
شمالي کوریا د امریکا او جنوبي کوریا ګډو پوځي تمریناتو په غصه کړې او په وړاندې غبرګون هم ښودلی دی.
د شمالي کوریا حکومت د امریکا او جنوبي کوریا د دې تمریناتو په ځواب کې وروسته له ډیره وخته یو ځل بیا دوه توغندي وازمایل او ویې ویل چې دا د دې هیوادونو ځواب دی.


















