طالب ميدان ګټلی

ډاکټر يوسف اکبري

له څو مياشتو راهيسې ټولنيزو رسنيو کې د امريکا سره د طالبانو د مذاکراتو انځوروونه ښکته پورته کيږي د مذاکراتو پړاوونه په څپو وهلو دي او د سولې د ساحل لورې ته پر مخ ځي نو حقيقت به وايو خفګان به پکي نه وي.

وړو خبرو پسي به نه ګرځو ستره او تاريخي خبره داده چې  طالب سياسي ميدان هم ګټلي دي.

نن سبا طالب د زياتره هېوادونو سره خپلې  اړيکي هم پياوړې کړي دي  لکه روسيه، ايران، ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان، چين او د امريکا په شمول ټولو نړيوالو سره يې اړيکي سمې شوي دي  چې د دا افغانستان او د ملت په ګټه دي.

اوسمهال چې طالب ته کوم قدر عزت د بهرنيو ملکونو له لوري ورکول کيږي نه د افغانستان حکومت ته ورکول کيږي او نه هم د افغانستان سياسيونو ته که څوک وغواړي او يا ونه غواړي ميدان طالبانو ګټلی دی.

نور نه په فيشني ډاکتر عبدالله او نه د کمونيزم پر بقايا اتمر شل کيداى شي او نه پر نورو لنډه غرو او اختطافچيانو او نه پر شر فساد جوړوونکو غلو  او نه اوسنيو حاکمانو چې نه حکومت پريږدي او نه يې مضبوطولاى شو او نه هم کما حقه سم حکومت جوړولی شي.

لکه څنگه چې نن روس او ازبکستان دا حقيقت درکړ چې شمالي ټلواله هيڅ شی هم ندی هسې بې ځايه مو ترې تر اوسه ملاتړ کاوه همداسې نن ټوله نړۍ پوهيدلې چې ټلواله خوشې بې کاره پرزه ده چې يواځې د خپلو جيبونو د ډکولو متخصصين دي او بس.

نو طالبانو ته هم نور پکار ده چې له پاتې نړۍ سره هم خپلې اړيکې نورې هم ښې کړي چې دا به د دوي ستره تاريخي بريا وي.

طالب بايد په روانه سوله کې د بريا په کور خورا کوښښ وکړي ځکه سوله کې ګټې دي ترقي ده پروژې دي خوشالي ده او ژوند دى او همداسې به کيږي ځکه چې طالب ميدان گټلى دی .زرهاو پروژې سولې ته معطل دي.

مربوطه مطالب

Back to top button