پروان: پر بګرام هوايي ډګر توغنديز بريد شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۲۰)

د راپورونو له مخې، په پروان ولايت کې د بهرنيانو پر مهم مرکز “بګرام هوايي ډګر” توغنديزو بريدونه شوي دي.

طالبانو ويلي، چې پر یاده هوايي اډه يې تيره شپه  توغنديز بريدکړی چې بهرنيانو ته يې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

طالب وياند ذبیح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکي: (تیره شپه د بګرام په هوایي اډه چې په هیواد کې د امریکایي اشغالګرو تر ټولو لوی مرکز دی، توغندیز برید وشو. اشغالګرو ته درانه ځاني او مالي تلفات اوښتي).

د بګرام ولسوالۍ امنيتي سرچينې وايي، توغندي د بهرنيانو پر ميشت ځايونو لګيدلي خو تر اوسه يې د تلفاتو په اړه معلومات نه شته.

طالبان وخت ناوخت د بګرام هوايي ډګر په ګډون د هيواد په بیلابيلو برخو کې د بهرنيانو پوځې اډې تر توغنديزو بريدونو لاندې نيسي چې هغوی ته پکې تلفات اوړي خو بهرنيان د خپلې پاليسۍ له مخې دغه تلفات نه رسنيز کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button