(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۲۴)
تيره ورځ ځينو رسنيو راپورونه ورکړل چې د طالبانو یو لوړپوړی نظامي چارواکی صدر ابراهيم د کندهار په خاکريز او شاوليکوټ ولسواليو تر منځ پر لاره په یوه هوايي بريد کې وژل شوی دی.
ځينو امنيتي سرچينو ويلي و چې نوموړی د یوه سفر پر مهال له خپلو لسو ملګرو سره وژل شوی خو طالبانو دغه ادعا رد کړې ده.
طالب ویاند یوسف احمدي تازه په خپله رسمي ټويټرپاڼه د رسنيو دغه اوازه رد کړې زياتوي چې نوموړي سره يې اړيکې نيولي او روغ جوړ دی.
د احمدي په وينا: ” موږ دا آوازه په کلکه ردوو، صدر صاحب سره مو اړیکه وشوه، د خپل ژوند او صحت په اړه يې پوره اطمینان راکړ، هیوادوال دې مطمئن وي”.
صدر ابراهيم دا مهال د اسلامي امارت د نظامي کمېسيون د مسؤول په توګه دنده مخته وړي.
تر دې مخکې هم ډير کرته د ملا عمر د زوی ملا یعقوب او نورو طالب مشرانو د وژل کيدو اوازې خپرې شوي خو د طالبانو له خوا رد شوي دي چې په خبره يې ورته ډول تبليغات د “دښمن” له خوا ترسره کيږي.


















