(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۳۰)
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ويلي، چې د کشمير مسئله به د جرمونو نړيوالې محکمې ته وړاندې کړي.
هغه ويلي، دا پريکړه يې د دغه مسئلې د ټولو قانوني اړخونو له څيړلو وروسته کړې په وينا يې نړيواله محکمه کې به ټينګار دا وي چې ولې هند کشمير ته ورکړي اختيارات ختم او ځانګړی وضعيت اعلان کړ په وينا يې هلته به د هند له خوا د بشري حقونو د رول په اړه هم شکایت وکړای شي.
پاکستان وروسته له هغې دا پريکړه کوي چې هند کشمير ته ورکړي ځانګړي قانوني اختيارات لغوه کړل او هلته يې لسګونه زره پوځيان وليږل.
پاکستان يې په غبرګون کې له خپلې خاورې د هند سفير وويست، د دواړو هيوادونو تر منځ سوداګريزې اړيکې ودرول شوې او پاکستان هم د کشمير پر پوله اضافي ځواکونه ځای پر ځای کړل.
پاکستان او هند د کشمير په یوه برخه کنترول لري او دواړه هيوادونه يې د ملکيت دعوه لري چې له لسګونو کلونو راهيسې وخت ناوخت پر یاده پوله د ښکيلو غاړو تر منځ جګړې هم شوې دي.

















