(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۳۰)
طالبانو د امریکا هغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی چې تيره ورځ يې په نيوجرسي ايالت کې خبريالانو ته وويل، په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمير کوم خو یوه استخباراتي ډله به لا هم هغه هيواد کې پاتې وي.
طالبانو د ورځې خبره تر عنوان لاندې په یوه مطلب کې چې د دوی رسمي نظر څرګندوي ليکلي، د ټرمپ له یادو څرګندونو داسې ښکاري چې اوس هم افغانستان ته د امریکا د یوه ایالت په نظر ګوري ” ګویا له افغانستانه د ځواکونو ایستل، پاتي کیدل، زیاتیدل او یا کمول یې اوس هم د خپلي خوښي چاره ده. لکه په دې اړه چي د مذاکراتو له جریان نه ناخبره وي اویا ورته بې ارزښته ښکاري”.
په مطلب کې راغلي، چې امریکايي پروسه یوازې د همدې لپاره ده چې (امریکايي یرغلګر) زمونږ له هیواده ووځي “باید افغانستان پريږدي، دلته يې نه څوک پوځي حضور منلو ته تیار دي، نه استخباراتي یا بل حضور… منلو ته).
طالبان وايي، د صفر یو، صفر دوه، صفر درې، ضربتي ځواک، کمپاین، داعش او نور ورته ډول ځواکونه د امریکا د استخباراتي حضور زیږنده ده چې هره شپه او ورځ افغان اولس وژني او تعذيبوي يې.
مطلب زياتو، ښايي د ټرمپ یادې څرګندونې د خپلو هغو سياسي مخالفینو لپاره وي چې د ده جنګي تګلارې پريښودو سره مخالفت څرګندوي، یا افغانستان کې خپلو کېنول شويو او د دوی کارکوونکو ته ډاډ ورکول وي، یا د نورې نړۍ هيوادونو په څير استخباراتي حضور چې په بيلابيلو نومو پکې شتون لري خو زياتوي افغانستان کې د بهرنيانو په هر شکل پاتې کيدلو سره د دوی دريځ روښانه دی چې په مذاکراتي ميز پروت او امريکا په تحريري ډول منلی هم دی.
طالبانو ويلي، له دیپلوماتیک حضور نه ماسیوا نور هرډول حضور په هیڅ نوع ورته د منلو نه دی له عسکره تر قرار دادي به ټول وزي.
د مطلب په اخره کې رازي، چې پکار ده امریکایی چارواکي او په ځانګړي توګه ټرمپ باید په ناسمو څرګندونو مذاکراتي پروسه داغداره نکړي.

















