(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۳۰)
د سمنګان ولايت په روی دوأب ولسوالۍ کې یوه جنګي جيټ الوتکه د طالبانو له خوا نسکوره کړل شوې ده.
د سمنګان د والي ویاند صديق عزيزي هم مني چې په یاده ولسوالۍ کې جيټ الوتکه نسکوره شوې خو په دې اړه يې ډير جزيات نه دي ورکړي.
د صديقي په وينا، د دقيقې پلټنې لپاره پلاوي ته دنده سپارل شوې او وروسته به رسنيو سره معلومات شريک کړي.
سيمه ييزې سرچينې وايي، الوتکه د طالبانو په بريد کې نسکوره شوې او پيلوټ يې هم طالبانو نيول ی دی.
طالب وياند ذبیح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکي، چې د دواب ولسوالۍ په “روی” سیمه کې طالبانو یوه جیټ الوتکه نسکوره کړې خو د پيلوټ په اړه يې څه نه دي ويلي: “تیره شپه د سمنګانو ولایت روی دوآب ولسوالۍ اړوند روی سیمه کې د دښمن جیټ الوتکه رانسکوره کړل شوه او په بشپړه توګه له منځه لاړه”.
طالبانو تر دې مخکې هم د ملي اردوچورلکې، د بهرنيانو اړوند بې پيلوټه او جاسوسي الوتکې په خپلو بريدونو کې نسکورې کړي دي.

















