ټرمپ: کله چې پوځي روغتون ته ولاړ شم، هلته معیوب امریکایي سرتیري وینم

کابل ټکی کام( چهارشنبه، ۳۰زمری، ۱۳۹۸)

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان په اړه په تازه څرګندونو کې یو ځل بیا هیښونکې خبرې کړي دي.

نوموړی چې په افغانستان کې د امریکا په جګړه غږیده، د تیر په څیر یې بیا هغه خبر تکرار کړه چې دوی نور په افغانستان کې د پولیسو وظیفه نشي اجراء کولای.

ټرمپ د خپلو خبرو په جریان کې وویل چې کله دی د امریکا پوځي روغتون ته ورشي نو هلته هغه ځوان امریکایي سرتیري ویني چې د چا لاس او د چا بیا پښې نه وي.

نوموړي له طالبانو سره د روانو مذاکراتو په اړه ویلي چې دوی له طالبانو سره د خپلو سرتیرو د راایستلو په اړه په خبرو بوخت دي.

ډونالډ ټرمپ دا خبرې په داسې وخت کې کوي چې تیره شپه د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د سولې د نهم پړاو خبرو لپاره نوی سفر پیل کړ.

دا سفر په داسې وخت کې پیل شوی چې د خلیلزاد په ګډون لوړپوړو امریکایي چارواکو له اتم پړاو خبرو وروسته یوه ګډه غونډه درلوده.

مربوطه مطالب

Back to top button