طالبان: نن دجمعې ورځې په مناسبت مذاکرات متوقف و، ترماښام وروسته به بیاپیل شي

کابل ټکی کام (جمعه ، ۱ وږی ، ۱۳۹۸ل)
وسلوال طالبان وایي چې نن یې دجمعې ورځې په مناسبت امریکایي لوري سره مذاکرات متوقف کړي، ممکن ترماښام وروسته بیا پیل شي.
دامذاکرات پرون ترغرمې وروسته پیل شول، طالبانو زیاته کړې چې روان نهم پړاو مذاکرات به تر نامعلومې مودې پورې دوام وکړي.
سیاسي شنونکي روان نهم راونډ مذاکرات ترټولومهم او برخلیک ټاکونکي بولي، خوځینې نور بیا دیوشمېر موضوعاتو په اړه دژورو اختلافاتو خبر ورکوي.
دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپل وروستي ټوېټ کې ویلي و چې امریکا لاسلیک ته چمتو ده، وبه ګوري چې طالبان تیار دي که نا.



