کمېسیون: ممکن دټاکنو په ورځ دناامنو ولایاتو زرګونه مرکزونه تړلي پاتې شي

کابل ټکی کام (جمعه ، ۱ وږی ، ۱۳۹۸ل)
دټاکنوکمېسیون د ولسمشریزو ټاکنو له رانږدې کېدو سره خبرداری ورکړی چې د ټاکنو په ورځ به دوه زره د رايې ورکونې مرکزونه تړلي وي.
د کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي وايي، چې د دولتي ځواکونو د معلوماتو له مخې دغه مرکزونه په هغو سیمو کې دي چې د امنیتي ګواښونو ګراف په کې لوړ ښودل شوی دی.
د ابراهیمي په وینا، دغه مرکزونه به د کابل، پنجشېر او بامیانو له ولایتونو پرته نور په ډېری ولایتونو کې تړل شوي وي.
د راپورنو له مخې، د دغو تړل شويو مرکزونو ډېره برخه په فراه، کندز، غزني، هلمند، جوزجان، زابل او سرپل ولایتونو کې دي.
په همدې حال کې د ټاکنو پر سر یو شمېر ناظر بنسټونه وايي چې د دې مرکزونو له تړل کېدو سره به د ټاکنو سرتاسري توب او مشروعیت تر پوښتنې لاندې راشي او ډېر غبرګونونه به راوپاروي.
بلې خوا بیا طالبانو عاموخلکو ته په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې له کمپایني غونډو او د رایې اچؤنې له مراکزو لرې اووسي، او دوی به داشغال په صورت کې هیچاته اجازه ورنکړي ترڅو ټاکنې وکړي.



