اشرف غني د تاريخي جعل کارۍ په لټه کې!

لیکنه: جعفر «عمریار»
د قطر پلازمېنه دوحه کې تازه په تازه د طالبانو او امریکایانو د مرکچي پلاوو تر منځ له افغانستان څخه د بهرنیو پوځونو د ایستلو پر سر د مذاکراتي ناستو نهم پړاو پیل شوی. د سیالو لورو له څرګندونو داسې مالومیږي چې ښایي همدا د دې لړۍ حساس پړاو وي او دواړه لوري هوکړې ته نږدې کړې، بل لوري ته له سیاسي او ډېپلوماټیکو هڅو سربېره په افغان- امریکا جګړه کې د طالب ځواکونو له لوري په امریکایي ځواکونو تر بل هر وخت نظامي فشار ډېر شوی. د ډېرو له انده امریکایان په هر حال بایلونکي بريښي.
بل لور ته بیا افغان حکومت مشر اشرف غني د خپل واک د تېرو کلونو خلاف په یو لړ تازه اقداماتو لاس پورې کړی، نوموړي سږ کال له افغانستان څخه د انګریزي لښکرو د شړلو د سلمې کلیزې د بې سارې لمانځلو په پلمه سلګونه ملیونه افغانۍ بودیجه ځانګړې کړې وه، په لویه کچه یې د دغه ننداریزو لمانځغونډو د رنګینه کولو لپاره کمپاینونه تر سره کړل، همدارنګه ارګ په سلګونو ټوکه هغه کتابونه د ولس په بودیجه له چاپه راویستل چې پکې امان الله خان د تاریخي اسنادو د جعل کارۍ په مټ غازي او اتل ښوول شوی او پکې د اشرف غني او امان الله خان د ورته والي هڅې هم شوې.
د امریکایي چارواکو او د کابل د واک پر ګدۍ ناست سېکولر پلوه کړیو له ضد او نقیض څرګندونو داسې بريښي چې قطر کې له طالبانو سره تر هوکړې وروسته خلیلزاد او ټیم به یې سیده کال ته ځغلي، له طالبانو سره پر هوکړې سربېره به له افغان حکومت مشر اشرف غني سره یوه بله هوکړه لاسلیک کوي چې ترڅ کې به یي امریکایان خپل پوځونه له افغان خاورې وباسي، ځکه نو اشرف غني او ټیم يې د غربي رسنیو په مټ پراخه تبلیغات کوي چې د امریکایانو او طالبانو تر منځ هوکړه لیک له حقوقي لحاظه نړیوال اعتبار نه لري؛ دا ځکه چې د دوی له انده طالبان دولت نه بلکې یوه ډله ده.
دغه له دینه یاغي حکومت مشر او ټامي پلویانو ته به یې ښایي د امریکایانو او ورسره مل نورو غربیانو له خوا داسې لارښوونه شوې وي: اشرف غنیه! مونږ هم هسې د طالب ځواکنو د هر اړخیزه فشارونو له کبله ځغاستونکي یاستو! همدغه ستا طلایي چانس دی، د امان الله خان له چالاکیو په اقتباس سل کلنه مخکنۍ جعل کاري تکرار کړه! اتلولي په خپل نوم ثبت کړه، له خپل نوم سره د غازي مختاړی له مخه بسته کړه! مونږ به هم د خپلې لاسپوڅې افغاني او نړیوالې مېډیا په زورهمدې تبلیغاتو او پروپاګندو ته زور ورکړو چې مونږ له افغانستان څخه خپل پوځونه له اشرف غني سره تر هوکړې وروسته بهر کړل. هغه اتلولي چې افغان ولس د طالبانو تر قیادت لاندې تر سره کړې، په دې وروستي او حساس پړاو کې به ستا په نوم ثبت شي، طالب ځواکونه به د نړیوال حقوقي اعتبار نه درلودلو له کبله نا چاره یا خو ستاسې په دین نه ولاړ نظام کې منحل کیږي یا به وژل کیږي، ولس او نړیوال به درته د (غازي اشرف غني) لقب در کړي، د طالب مقاومت ارمانونه به له خاورو سره خاورې شي، ته به هم امان الله خان غوندې زمونږ له وتلو سره جوخت پړاو په پړاو سېکولرېزم، بې دیني او لادینیت پلی کړې! حقاني او رباني علماء خو هسې هم زمونږ د استخباراتي کړیو او ډلګیو په مټ له منځه تلونکي دي، فحاشي او بربنډتوب خولا تر مخه له ارګه تر ټولو دولتي ادارو ښه په کش بدرګه کیږي، د استخدام او ګومارنې په پروسه کې د یو نا اعلان شوي او مرموز شرط په بڼه کاریږي!
کره او مؤثقو تاریخي اسنادو ته په کتلو له نن څخه سل کاله مخکې افغان ولس د وخت د غیر سیاسي، پاک زړیو او خوش باوره ملانو تر قیادت لاندې انګرېزان له افغان خاورې وشړل؛ خو د وخت د پیاوړې امپراطورۍ برېتانیا په سلا مشوره امان الله خان د یو لړ چالاکیو په ترسره کولو د و خت د ساده زړیو ملایانو او علماوو تر سره کړې اتلولي تر غلا کولو وروسته په خپل نوم ثبت کړه. د خپل خسر او د وخت سېکولر مفکر محمود طرزي په واسطه یې له انګرېزانو سره تړونونه وکړل چې په ترڅ کې یې افغاني مقاومت فلج او برېتانیوي امپراطوري یې له بشپړ سقوطه وژغورله، د څو درباري او جاسوسو څېرو د تاریخي خیانت او جعل کارۍ په مټ یې د امان الله خان له نوم سره د غازي مختاړی له مخه ور کېبل کړ، چې بیا وروسته همدغه ساده لوحه ملایان د امان الله خان له خوا ترور شول، امان الله خان غربي تګلاره پرته له خنډه په دې خاوره پړاو په پړاو پلې کړه، دا دي نن ورځ ځینې ساده اسلام پال هاغه پروني سېکولر، خاین او دروغجن امان الله خان ته د غازي لقب کاروي.
پر اسلامي امت د معاصر غربي ښکېلاک واکمنولو او تپلو یو بل مخکښ خاین حامد «کرزي» خو د خپلو امریکایي بادارانو په لارښوونه د خپل واک په وروستیو کې په نمایشي او سمبولیکه بڼه د امریکایانو مخالفت پیل کړ، د امنیتي تړون له لاسلیک کولو یې په نمایشي بڼه انکار وکړ، نن په ډېری خبري ناستو، مرکو او فعالیتو کې له مکر او مداریتوبه ډکې ویناوې کوي او ځان د امریکایي ښکېلاک مخالف ښیي، یوځل بیا هم ډېر غیر سیاسي او ساده زړي اسلامپال په حامد کرزي خوش باوره شوي دي، له دغه لوی خاین سره همرازي او خواخوږي ښیي؛ په داسې حال کې چې حامد کرزی د تېرو دوو لسیزو د ولسي ټولوژنو لوی لامل و؛ خو له نېکمرغه تاریخ لکه مونږ غوندې د خوش باورۍ په ناروغۍ نه مبتلاء کیږي، هرڅه یې ثبت کړي، هرڅه څاري او خپلې دایمي حافظې ته یې سپاري.



