طالب ویاند: پر امريکايي قطار موټربم برید کې اووه عسکر وژل شوي، څلور ټپيان دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۲)

د پروان ولايت بګرام ولسوالۍ مربوط د صیادو په سيمه کې د بهرنيو ځواکونو د موټرو پر نظامي کاروان موټربم برید يوولس امریکايي عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دغه برید تيره شپه د يوولس بجو په شاوخوا رامنځته شوی دی.

طالبانو د برید مسؤوليت منلی او ویاند يې ذبیح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکي، برید د امريکايي ځواکونو پر نظامي کاروان د یوه سرتيري موټربم بریدګر له خوا ترسره شوی دی.

د مجاهد په وينا، په بريد کې دوه ټانګونه په بشپړه توګه ویجاړ، اووه امریکايي عسکر وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموريت تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

خو سيمه ييزې امنيتي سرچينې د بهرنيانو پر قطار برید تاییدوي او د نورو جزياتو له ورکولو ډډه کوي.

تيره اوونۍ هم په فارياب ولايت کې د طالبانو په برید کې څلور امریکايي عسکر وژل شوي و خو پنټاګان یوازې د دوو عسکرو د وژل کيدو خبر تاييد کړ.

د طالبانو په مخامخ بريدونو، چاودنو او سرتيرو بريدونو کې ډيری امريکايي عسکرو ته مرګ ژوبله اوړي خو هغوی يې د خپلې پاليسۍ له مخې رسنيو سره نه شريکوي او یا هم ډير کم معلومات د رسنيو په واک کې ورکوي.

مربوطه مطالب

Back to top button