له کعبې جدايي

م بسم الله حيدري جان

 

نن   زه  له  تاکوم  رفتن

زه په ژړا کعبې

خدای خبربیاوشي دیدن

زمااوستاکعبې

 

دغم اظهار زه په رڼواو تړمو اوښکوکوم

په جدایۍ دې یم غمجن

زه په والله کعبې

 

ستاپه مطاف کې طوافونه به مې ډیریادیږي

کړم به دې ښکل تبرکن

زه  بر  ملا  کعبې

 

زه به  په دواړو  لاسو   چاته  استلام  کومه

دا چا به  نیسمه   لمن

لکه  دې  تا کعبې

 

چیرته  دستا غوندې  مقام به زه پیدا نکړمه

چه لمونځ په مِاأته الفن

شمارشي زماکعبې

 

حیدري جان دی الله باربارتاته راولي بیا

یې زمادګران محبوب مسکن

کور  د  اقا  کعبې

مربوطه مطالب

Back to top button