جمعه, اپریل 17, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home سرمقاله

ســوله څرنــګه او له چا سـره ؟

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
جنوري 19, 2016
کټګوریانې: سرمقاله
0
8
ځلې شریک شوی
102
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

تېره ورځ  چې په کابل کې  د سولې په اړه کومه څلور اړخيزه ناسته پېل شوې ، دولت يې د ښو پايلو هيله څرګندوي او وايي چې په هېواد کې د سولې د تامين لارې چارې به روښانه شي؛ خو پرخلاف يې پخپله لا د مخه د جګړې د دوام تبليغ پېل کړی . هغه داسې چې طالبان په څو برخو ويشي او وايي چې  هغه طالبان ، چې سولې ته نه کيني پرضد به يې سخت پوځي ګامونه پورته شي.

ديادې ناستې ترلومړي پړاو وروسته چې په اسلام اباد کې ترسره شوه ، د بهرنیو چارو مرستيال وزيرخلیل کرزي وويل چې زمونږ د امنیت ځواکونه به په پوره شدت سره جګړه  او موږ به د سولې چارې پرمخ وړو . دغه راز د افغانستان لپاره د امریکايي ځواکونو پخواني قومندان پيټرویس هم له خپلو امريکايي مشرانو غوښتي وو، چې په افغانستان کې دې هوايي بريدونه لا پسې زيات او زورورکړل شي.

دا هم ولولئ

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

دا په داسې حال کې چې له يوې خوا افغان دولت له امريکايي جګړه مارو سره د طالبانو پرضد جګړه پرمخ وړي او د ستونزي په اړخ کې واقع دی او ورسره دريم بهيروال پاکستان دی ، چې تل ورته د معامله ګر په سترګه کتل کېږي. او له بلې خوا د سولې نغارې غږوي او غواړي د افغان ولس سترګو ته خاورې ورشيندي. مګر که دذره عقل څښتن افغان هم لږ غور وکړي نو په دې باور به شي چې نه خو دافغان دولت سره د سولې اختیار شته او نه له  پاکستان سره د طالب جنګياليو نمايندګي  او نه پر طالبانو کنترول.

اصلا دا جګړه د امريکايانو او طالبانو ترمنځ  روانه ده ، چې سوله او اوربند هم يوازې دوی پورې اړه لري. خو دا چې د طالبانو او امريکايانو ترمنځ به سوله څنګه او کله راشي؟ځواب يې ستونزمن دی.

ځکه چې له يوې خوا امريکايانو هېواد اشغال کړی ، ولسي وګړي يې د باروتو د لمبو خوراک او افغان ولس يې د امن او سوکالۍ پرځای د وير او ماتم په ټغر کېنولی .

 که په دې ستونزمنو حالاتو کې ځينې مخلص هېوادونه د افغانستان د غميزې حل او د سولې هڅې پېل کړي ؛ نو بيا يې غربيان  خنډ او د خپلو ګټو په پار زموږ د هېواد د برمرغيو کلونه اوږدوي.

بل لورې ته  طالبان هم سخت او نه بدليدونکی دريځ لري او وايي،  چې بهرنيان دي په غوڅه توګه له افغانستان څخه  خپل  پوځونه وباسي . که نه ، نو سوله او امنيت راوستل هيڅ امکان نه لري.

له دې دريځ څخه يې دا هم څرګندېږي چې طالبان دامريکايانو په وينا او پرتوقلونو هېڅ باور نلري، دبيا بيا چل او فريب کړنې تکراروي، د بېلګې په توګه :

 امريکايانو دخپلې نوې پاليسۍ اعلان په لومړي سرکې ويلي وو، چې تر۲۰۱۴ز وروسته به د بهرنيو پوځونو جګړه ييز ماموريت په افغانستان کې پای ته ورسېږي او عسکر به يې هم ووځي.خو دادی  عسکر يې په دايمي پټنځايونو کې خوندي کړل او د کندوز او هلمند په ولايتونو کې يې بيا پر جګړه ييز ماموريت لاس پورې کړ . نو که بهرنيان د سولې ترسپېڅلې نامې لاندې نور اهداف پوره کوي، هيڅ کله به دسولې څرک راښکاره نشي. او که له افغانستانه خپل پوځونه وباسي همغه ورځ سوله ده . بيا په اصطلاح څلور اړخيزو غونډوته هېڅ اړتيا نشته ؛ بلکې افغانان کولای شي ، چې خپله ستونزه په خپل کور کې حل کړي .

مخکینې مطلب

پاکستان د افغان کډوالو لپاره تر۲۰۱۷ کال د هستوکنې موده وغځوله

بل مطلب

درې پوښتنې!

ځانګړي مطالب

سرمقاله

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 27, 2025
سرمقاله

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 17, 2025
سرمقاله

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 9, 2025
سرمقاله

د تړونونو ماتول، د صهيونيستانو پخوانی عادت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 5, 2025
سرمقاله

بې پايلې مذاکرات او د کړکېچ د پراختيا ويره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
اکتوبر 29, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
0

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 17, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    14 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com