(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۵)
د راپورونو له مخې، طالبانو یو داسې نظامي ځواک روزلی چې په قطر کې د سولې تر موافقې وروسته به د لویو ښارونو امنيت ساتي.
د طالبانو له لوري په خپره کړې ويډيو کې ښودل کيږي چې دغه نظامي ځواک په پرمختللو وسلو سمبال او نظامي پرېډونه ترسره کوي.
طالبانو ته نږدې سرچينې وايي، چې دغه ځواک به د سولې تر موافقې وروسته د کابل په شمول د لويو ښارونو د امنيت ساتنه په غاړه لري.
طالبانو یوه اوونۍ وړاندې ځينې انځورونه خپاره کړي و چې په وينا يې داسې کوماندويي ځواک يې روزلی چې په ټوله اسيا کې په دغه کچه کوماندو نه ده روزل شوې.
طالبانو ويلي و چې دغه ځواک ته د ښوونکو له خوا د کمين، بريد، چاپې اچولو او چاپې ماتولو ځانګړې رزونه ورکړل شوې او همدا ډول يې د وسلو د ترميم، طبي مرستو د عراده جاتو د استعمال او هر ډول طبيعي حالت کې د مقاومت اوسيدلو او تکتيکونو ښودنه کړې ده.


















