کابل ټکی کام (سه شنبه ، ۵ وږی ، ۱۳۹۸ل)
دننګرهار ولایت دپوهنتون د ادبیاتو پوهنځي استاد اودپخواني جهادي قومندان، محمدیونس خالص وراره《 مسعود نیکبخت》 دماین په چاودنه کې وژل شوی دی.
خبر وایي، نوموړی له خپلو نورو ملګرو سره په سفر روان و چې موټر پسې یې نښلول شوي چسپکي ماین پرې چاودنه کړې.
نوموړي سره دده زوی او دوه نور استادان هم ټپیان شوي چې روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
ننګرهار له څلورو کلونو راپدېخوا دوتلیو اشخاصو د ترور شاهد دی، جید علماء، دپوهنتون او مدارسو استادان او نور روحاني اشخاص پکې له منځه وړل کېږي.
ځایی خلک ددغو ټولو ناخوالو تر شا دحکومت لاس بولي، ددوی په خبره، ولې باید علمي او روحاني اشخاص په نښه شي، لیکن غله، قطاع الطریق او نور بد فعله دې ازاد وګرځي.
حکومت بیا په اړه له څه ویلو ډډه کوي.


















