(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۶)
د امریکا د بهرنيو چارو وزير مایک پامپيو وايي، چې ولسمشر ټرمپ او همکاران يې هيڅکله په افغانستان کې دايمي حضور نه غواړي.
نوموړي دغه څرګندونې د امریکا انډيانا ایالت کې د امريکا د بهرن پاليسۍ په اړه په جوړه شوې غونډه کې کړي دي.
مایک پامپيو ويلي، په افغانستان کې د امريکا جګړه اتلس کلونو ته ورغځيده او هغه ماشومان د جګړې د پيل پر وخت زيږديدلي و اوس د پوهنتون عمرونو ته رسيدلي.
د پامپيو په وينا، ولسمشر ټرمپ او همکاران يې غواړي چې ژر تر ژره ټول عسکر له افغانستانه را اوباسي په خبره يې ټرمپ ورته په دې اړه سپارښتنه هم کړې چې څومره زيات عسکر وي، څومره ژر ممکن وي بيرته راستانه شي.
نوموړي طالبانو سره د سولې خبرو په اړه ويلي، چې دا مهال مذارکرات روان دي خو لا هم په دې نه پوهيږي چې دغه خبرې به څرنګه سر ته ورسيږي په وينا يې مونږ به دا یقيني کړو چې یو ځل بيا به له افغانستانه په امریکا بريد نه کيږي.
دا په داسې حال کې ده، چې دا مهال د امريکا او طالبانو تر منځ د قطر په مرکز دوحه کې د افغانستان جګړې ختمولو او بهرنيو ځواکونو ایستلو تر څنګ له افغان خاورې د نه تهديد خبرې روانې دي.
د قطر خبرو ته نږدې سرچينې وايي، چې ښايي په نهم پړاو ناسته کې دغه مذاکرات یوې نتيجې ته ورسيږي او دواړه لوري په نهايي هوکړه لاسليکونه وکړي.


















