(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۶)
د راپورونو له مخې، تيره شپه طالبانو د فارياب ولايت په قرغان ولسوالۍ او شاوخوا امنیتي پوستو بريدونه کړي چې عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
طالبانو ويلي چې د یادې ولسوالۍ ودانۍ يې نيولې وياند يې قاري يوسف احمدي په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکي، چې تيره شپه يې د قرغان ولسوالۍ پر ودانۍ او شاوخوا امنیتي پوستو بريدونه وکړل چې په وينا يې یاده ولسوالۍ د دوی لاسته ورغلې ده.
د احمدي په وينا، د ولسوالۍ ودانۍ او شاوخوا امنيتي پوستې طالبانو نيولي، ديارلس عسکر وژل شوي او پاتې نورو تيښته کړې ده.
نوموړي په دې اړه ډير معلومات نه دي خپاره کړي خو زياتوي چې هغه عسکر چې ولسوالۍ يې تيښته کړې د طالبانو تر څار لاندې دي.
د طالبانو یوې ځايي سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، چې د ولسوالۍ او پوستو کې په زياته اندازه وسلې او مهمات هم د طالبانو لاسته لويدلي دي.
د فارياب امنيتي مسؤولينو تر اوسه په رسمي ډول څه نه دي ويلي خو سيمه ييزو امنيتي سرچينو د یادې ولسوالۍ سقوط تاييد کړی په وينا يې شاوخوا لس عسکر وژل شوي او یو شمير نور لا هم ورک دي.
په وروستيو کې طالبانو د هيواد په بيلابيلو سيمو کې پر دولتي تأسيساتو، قرارګاو او بيسونو بريدونه زيات کړي چې ورسره د دولتي ځواکونو په تلفاتو کې زياتوالی راغلی او ډيری سيمې دطالبانو تر حاکميت لاندې راغلي دي.


















