سهېل شاهین ولسمشر ټرمپ ته په غبرګون کې : دبهرنیو قواوو په شتون کې سوله نشي راتلی

کابل ټکی کام (جمعه ، ۸ وږی ، ۱۳۹۸ل)
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند اومذاکراتي ټیم غړي سهېل شاهین د امریکايي ولسشمر ډونالډ ټرمپ پرونیو څرګندونو ته کلک غبرګون ښودلی دی.
شاهین ویلي، ترڅو چې دافغانستان اشغال موجود وي، خارجي قواوې دافغانستان په هوایي او زمیني حریم حاکمیت ولري؛ سوله نشي راتللی.
له دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې ویلي و، له وسله والو طالبانو سره له هر ډول هوکړې وروسته به هم امریکا په افغانستان کې خپل ۸۶۰۰ پوځيان پرېږدي.
شاهین دا خبره په داسې وخت کې کوي چې دوحه کې د امریکایي پلاوي او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو نهم پړاو دوام لري.
په دې خبرو کې د طالبانو تر ټولو مهمه غوښتنه دا ده چې امریکا دې له افغانستانه د خپلو ټولو پوځیانو د ایستلو لپاره مهالوېش اعلان کړي.
طالبان روانو مذاکراتوکې په خپل دریځ کلک ښکاري، له شکېلو غاړو یوشمېر سرچینو رسنیو ته ویلي، چې دطالبانو ترټولو مهمه غوښتنه او سره کرښه له افغانستانه دامریکایي قواوو کاملاً وتنه ده.


