کابل ټکی کام (چهارشنبه ۳۰ مرغومي ۱۳۹۴ ل) عبدالله هاشمي
موثق راپورونه وايي چې د دوه سري حکومت مشران غواړي، د روانې هفتې د پنجشنبې په ورځ د سولې عالي شورا په مشرتابه کې د پام وړ تغیرات راولي.
راپور زیاتوي، کېدای شي پیرسید احمد ګیلاني د شورا د رئیس په توګه او کریم خلیلي د شورا د معاون په توګه معرفي شي.
دغه شورا د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي په وخت کې په کال ۱۳۸۹ هـ ش کې منځ ته راغله چې ۶۸ تنه غړي لري، او په هېواد کې د سولې لپاره کار کوي.
ددې شوار لمړنۍ رئیس برهان الدین رباني وو چې په یوه سرتېري برید کې له منځه ولاړ، په یاده شورا همېشه دا نیوکې کیږي چې د سولې لپاره ځکه کار نشي کولای چې د طالبانو لخوا په رسمیت نده پيژندل شوې، نو ځکه هم وخت په وخت ددې شوار غړي د طالبانو د بریدونو ښکار کیږي.


















