یکشنبه, فبروري 15, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ادب

د پلار لیکونه  /  له پنده ډکه کیسه  

kabull نشرونکی: kabull
جنوري 19, 2016
کټګوریانې: ادب, ادبي ليکنې
0
23
ځلې شریک شوی
289
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د عبیده پلار ته!

د شهيد کور سره کراره ځمه، غلی ځمه

مجلس کې دې جانانه، ځان پردی احساسوم

  
ژباړن : عطا محمد میاخېل
   یوه کس خپله مېرمن، دوه زامن او یوه لور په کور پرېښودل او خپله د یوې مړۍ حلالې روزي د پیدا کولو په موخه یوې لرې سیمې ته لاړ، اولادونو یې له ده سره ډېره زیاته مینه لرله او نوموړي ته یې بې اندازې درناوی درلود .
   څو موده وروسته پلار یې خپل لومړنی لیک دوی ته را واستاوه، زامنو یې پر ځای د دې چې لیک پرانیزي، چې څه پکې لیکل شوي دي، ټولو په خپل وار سره ښکل کړ او وې ویل: دا لیک د هغه چا له لوري رالېږل شوی، کوم چې موږ ورسره بې کچې مینه لرو، وروسته یې پاکټ شوی لیک په یوه بخملي پوښ کې ونغاړه او په المارۍ کې یې کېښود، وخت په وخت به یې را اخیسته دوړې او خاورې به یې ترې څنډلې او بېرته به یې په همغه پوښ کې تاواوه، د پلار له هرلیک سره به یې ورته کړنه ترسره کوله .
    کلونه تېر شول پلار له اوږدې مسافرۍ بېرته را وګرځېده، کله چې کورته راغی، ګوري چې پرته له یوه زوی څخه یې په کور کې نور هېڅوک نه دي پاتې، له هغه څخه یې وپوښتل : مور دې چېرته ده ؟
زوی یې وویل : هغه ډېره ناروغه شوه، موږ پیسې نه درلودې، چې د هغې درملنه مو پرې کړې وای، نو له همدې امله  یې ناروغي  ورځ تر بلې سختېده، چې بالاخره یې له دې نړۍ سره د تل له پاره مخه ښه وکړه.
 
  پلار په حیرانتیا سره وویل : ولې ؟ زما لومړنی لیک مو نه و پرانیستی ؟ د لیک ترڅنګ مې په پاکټ کې تاسو ته ډېرې پیسې را لېږلې وې !
زوی وویل : نه !
پلار یې بیا وپوښتل : ورور دې چېرته دی ؟
زوی وویل : د مور له مړینې مې وروسته، داسې څوک نه وو، چې هغه ته یې نصیحت کړی وی او سمه لاره یې ورښودلې وای، هغه هم له بدو کسانو سره ملګری شو او له هغوی سره یوه نامعلوم لوري ته لاړه چې تر اوسه یې درک نه دی معلوم !
پلار په حیرانتیا سره وویل : ولې ؟
ما په خپل دویم لیک کې هغه ته لارښوونه کړې وه، چې له بدو خلکو څخه لرې ګرځه، د ښو او بدو خلکو ځانګړتیاوې مې ورته په لیک کې په  ګوته کړې وې، هغه لیک مو هم ونه لوست ؟
زوی وویل : نه !
پلار یې یو ځل بیا وپوښتل : خور دې چېرته ده ؟
زوی یې ځواب ورکړ : له هغه هلک سره یې واده وکړ، کوم چې تل به یې د هغې د غوښتلو له پاره زموږ کورته مرکه را لېږله اوس د هغه د ژوند ملګرې ده او له هغه سره یې ژوند په ډېر کړاو تېرېږي .
پلاریې په خواشینۍ سره وویل : هغې هم زما لیک ونه لوست ؟ چې پکې لیکلي مې وو،  زه له دې کوژدې سره مخالف یم، ځکه چې دا هلک نه یوازې دا چې عزت نه لري، بلکې له یوې ښې کورنۍ سره تړاو هم نه لري او په دې اړه مې په لیک کې ورته منطقي دلایل هم ذکر کړي وو .
زوی وویل : نه !
اوس نو د څه په اړه فکر کوئ ؟
دا چې ټوله ملامتیا په اولادونو کې وه، د دې پرځای چې لیکونه ولولي، تر ښکلولو او په سترګو موښلو وروسته به یې په بخملي پوښ کې ساتل .
د هغې کورنۍ په اړه فکر وکړئ، چې څنګه یې د خپلې ټنبلۍ او ناپوهۍ له امله د هوسا ژوند څومره ښه فرصتونه له لاسه ورکړل او د سترو بدمرغیو په لومه کې را ګیر شول .
کله مې چې دا کیسه واورېده ، په ناڅاپي ډول مې په رپک باندې  په ایښي قرآن عظیم الشان باندې سترګې ولګېدې چې په څو ښکلو پوښونو کې تاو وو .
له ځان سره مې وویل : افسوس زموږ پر حال .
له قرآن عظیم الشان سره زما کړنه د هغو هلکانو له کړنې سره ورته ده  کومه، چې د پلار له لیکونو سره یې تر سره کړې وه .
زه هم قرآن مجید ښکلوم، په خپلو سترګو پورې یې موښم؛ ډېر درناوی یې کووم؛ ښایسته بخملي پوښونه ور اغوندم، په ډېر درناوي سره یې په المارۍ کې ږدم ، مګر تلاوت یې نه کووم او هغه څه چې پکې لیکل شوي ګټه نه ترې اخلم، په داسې حال کې هغه څه چې په قرآن کریم  کې دي، زما د ژوند تګلاره ده .
قرآن عظیم الشان مې را واخیست له یوې سیپارې تلاوت وروسته مې ښکل کړ او له ځان سره مې پریکړه وکړه، چې هېڅکله به له قرآن مجید څخه جلا نه شم، هر وخت به یې تلاوت کووم .
مخکینې مطلب

د قاري عبدالباسط رحمه الله ژوند ته لنډه کتنه

بل مطلب

راپور: د سولې عالي شورا په مشرتابه کې تغیرات راځي

ځانګړي مطالب

ادب

د عبیده پلار ته!

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 29, 2025
ادب

د شهيد کور سره کراره ځمه، غلی ځمه

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 5, 2025
ادبي ليکنې

مجلس کې دې جانانه، ځان پردی احساسوم

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 7, 2025
ادب

شعر/ محمد عليم بسمل

نشرونکی: ح جلال
اگست 9, 2025
ادب

آه د مظلوم دی/ مدثر همراه

نشرونکی: ح جلال
جون 14, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

اسلامي امارت: د شوروي لښکرو د ماتې ورځ د افغان ملت تاریخ کې ویاړمنه ورځ ده

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 15, 2026
0

د روسیې دفاع وزارت وايي، تېره شپه يې د اوکراين ۶۸ بې‌پيلوټه الوتکې نسکورې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 15, 2026
0

اسعد الشيباني: د داعش پر ضد جګړه او مبارزه د دمشق او بغداد ګډ مسؤلیت دی

نشرونکی: ح جلال
فبروري 15, 2026
0

نن د سلواغې ۲۶؛ له افغانستانه د شوروي ځواکونو د وتلو ۳۷مه کلیزه ده

نشرونکی: ح جلال
فبروري 15, 2026
0

اسراییلي اشغالګرو د لبنان په جنوب کې پر څو هدفونو هوايي بریدونه کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 15, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: د حیرتان بندر له لارې ۴۸ ټنه بې‌کیفیته سمنټ بېرته وګرځول شول

نشرونکی: ح جلال
فبروري 14, 2026
0

ذبيح الله مجاهد: د بندیزونو تمديد تکراري او ناکامه تجربه ده

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 14, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۶۹۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
فبروري 14, 2026
0

ټرمپ: عربي هېوادونه دې له اسرائیلو سره خپلې اړېکې ښکاره کړي

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 14, 2026
0

د افغان او داغستاني سوداګرو ترمنځ د ۱.۵ میلیونه ډالرو سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

نشرونکی: ح جلال
فبروري 14, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ټرمپ: عربي هېوادونه دې له اسرائیلو سره خپلې اړېکې ښکاره کړي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • حسام بدران: غزې ته د سوله ساتو ځواکونو پر استولو له اسلامي هېوادونو سره خبرې روانې دي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د روسیې دفاع وزارت وايي، تېره شپه يې د اوکراين ۶۸ بې‌پيلوټه الوتکې نسکورې کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ذبيح الله مجاهد: د بندیزونو تمديد تکراري او ناکامه تجربه ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • نن د سلواغې ۲۶؛ له افغانستانه د شوروي ځواکونو د وتلو ۳۷مه کلیزه ده

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

اسلامي امارت: د شوروي لښکرو د ماتې ورځ د افغان ملت تاریخ کې ویاړمنه ورځ ده

د روسیې دفاع وزارت وايي، تېره شپه يې د اوکراين ۶۸ بې‌پيلوټه الوتکې نسکورې کړي

اسعد الشيباني: د داعش پر ضد جګړه او مبارزه د دمشق او بغداد ګډ مسؤلیت دی

نن د سلواغې ۲۶؛ له افغانستانه د شوروي ځواکونو د وتلو ۳۷مه کلیزه ده

اسراییلي اشغالګرو د لبنان په جنوب کې پر څو هدفونو هوايي بریدونه کړي

د معیار او کیفیت اداره: د حیرتان بندر له لارې ۴۸ ټنه بې‌کیفیته سمنټ بېرته وګرځول شول

ذبيح الله مجاهد: د بندیزونو تمديد تکراري او ناکامه تجربه ده

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۶۹۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

ټرمپ: عربي هېوادونه دې له اسرائیلو سره خپلې اړېکې ښکاره کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com