کابل ټکی کام (شنبه ، ۹ وږی ، ۱۳۹۸ل)
راپورونه وایي چې دکندوز مرکزي چوک کې دطالبانو موټر بم چاودنې ددوې ولایت دامنیه قومندان په ګډون لس کسه ټپیان کړي.
راپور زیاتوي، دا چاودنه هغه مهال وشوه چې امنیه قومندان له خپلو سرتېرو سره دطالبانو پر وړاندې د جګړې لومړۍ کراښې ته راووت.
امنیه قومندان منظور ستانکزي نن سهار په یو ویډیویي کلیپ کې طالبانو ته اخطارونه ورکړل چې کندوز به دطالبانو په قبرستان بدل کړي.
طالبانو وړمه شپه ناوخته دکندوز په ښار له څو استقامتونو بریدونه وکړل چې ډېری سیمې یې تر خپل کنټرول لاندې راوستې، او اوس هم درنه جګړه روانه ده.


















