کابل ټکی کام (شنبه ، ۹ وږی ، ۱۳۹۸ل)
وسلوالو طالبانو نن مازیګر مهال دکندوز مرکزي چوک شاو خوا راټول شوي دولتي سرتیري د موټر بم برید هدف وګرځول.
دولتي رسنیو لومړی دامنیه قومندان منظور ستانکزي له مړینې او ټپي کېدنې ضد اونقیض راپورونه ورکړل.
خومؤثق خبر دی چې د امنیه قومندان منظور ستانکزي په ګډون د نوموړي ویاند سید سرور حسیني او مرستیال ویاند نصیر د ۱۰ کمنډویانو سره وژل سوي.
دطالبانو ویاند هم ددولتي خواوو راپورونه رد کړي، اوپه خپل ټوېټر پاڼه یې څرګنده کړې چې دامنیه قومندان په ګډون یې یوشمېر نور چارواکي او کمانډویان وژلي او ټپیان کړي دي.


















