طالبانو د بغلان پر مرکز پلخمري ښار برید کړی

کابل ټکی کام (۱۳۹۸، وږی ۱۰، یک شنبه)

طالبانو له کندز مرکز وروسته تيره شپه د بغلان ولايت پر مرکز پلخمري ښار له څو خواو بريد کړی چې د ځايي سرچينو په وينا يې د ښار ځينو سيمو ته داخل شوي او جګړه روانه ده.

د طلوع نيوز خبریال شريف اميري وايي، طالبانو پر پلخمري ښار له دوو خواو برید کړی او دا مهال جګړه جريال لري.

ځينو رسنيو ويلي، جنرال مصطفی محسني د دغه جنګ مشري کوي، په پلخمري کې دولت پلوه محلي قومندانانو ته وسلې ورکړل شوي دي.

یوې باوري سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، د پلخمري ښار مربوط د زمان خيلو پوستو سقوط کړی او دا مهال د دوسرکې سیمه کې نښتې روانې دي.

پژواک هم په یوه لنډ کې پر پلخمري ښار د بريد خبر ورکړی خو په دې اړه يې نور جزيات نه دي ورکړي.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

مربوطه مطالب

Back to top button