له مباحثې تر ښکنځلو

لیکنه: محمد شبلي
کله چې اللهﷻ په دنیا کې د انسان د تخلیق فیصله وکړه او آدم علیه السلام یې دنیا ته راولیګه نو د حق او باطل جګړه پیل شوه خو کله دا جګړه د تورې،نېزې اوغشو په وسیله وي او کله بیا ددلیل، استدلال اومنطق په ذریعه وي اوله باطل سره له جګړې نه هدف دهغه حق ته منقادول وي نو شریعت مونږ ته په ښه طریقه د دعوت امر کړی،
اللهﷻ فرمایي”ادعوا الی سبیل ربک باالحکمة والموعظة الحسنة وجادلهم باالتي هي احسن”
نو ستا حق ته بلنه به په حکیمانه اصولو بناء وي داسې نه چې ستا دبد اخلاقو له وجه باطل په خپله رایه نور هم قوي شي اوله حق څخه روګردانه شي
او همداسي ستا له حق څخه دفاع به هم په اسلامی اصولو بناء وي او په ښه طریقه به وي داسې نه چې مونږ د خپل برحق ربﷻ او دهغه د رسولﷺ،قرآن او له اسلامي شعائرو او یا هم له خپلو مشرانو نه په دفاع که دهغوی معبودانو باطله وو مذهبي شعائرو او یا هم رهبرانو ته بد رد ووایو او یا هم ورته ښکنځلې وکړو ځکه دا طریقه هیڅکله حق ته ددعوت نه ده بلکې د دعوت اصول له دي څخه مخالف دي او بله داچې دهغوی مشرانو ته ښکنځلې کول دهغوی غصه نوره هم زیاتوي او انکار ته یې اماده کوي او دا دعوت له مقصد نه ښکاره مخالفت دی ځکه اللهﷻقرآن کې فرمایي
“وجادلهم باالتی هي أحسن”
ژباړه: اوله دوی سره په ښه طریقه مباحثه وکړه.
اوبل ځاي کې فرمایي
“فقولاله قولالینا”
اوهغه ته نرمه خبر وکړئ
نو بهرحال ښکنځلې د دعوت له اصولو نه مخالفې دي اوهیڅ مصلحت پکې نشته اوفسادته لاره هواره وي.
اللهﷻفرمایي:
“ولاتسبوا الذین یدعون من دون الله فیسبوا الله عدواً بغیر علم کذالک زینا لکل أمة عملهم ثم الی ربهم مرجعهم فینبئهم بماکانوایعملون”
ژباړه:اوتاسې ښکنځلې مه کوئ دهغوی بتانو ته چې هغوی یې عبادت کوي له اللهﷻ نه غیر نو هغوی به اللهﷻ ته ښکنځلې وکړي دغصې په حال کې همدغه رنګه مونږ مزیَّن کړي هرې فرقې لره دهغو اعمال بیا ددې ټولو ورتګ اللهﷻ ته دی نو اللهﷻ به یې خبر کړي په هغو اعمالو چې هغوی کړي.
قصه داسې وه چې په ابتداء داسلام کې به مسلمانانو بتانو ته ښکنځلې کولې او کفارو به جواباً بیرته ښکنځلې کولې نو اللهﷻ دا آیاتونه رانازل کړل او مسلمانانو ته یې حکم وکړ چې بتانو ته ښکنځلې مه کوئ او مخاطبین په مذکوره آیتونو سره مؤمنین دي ځکه نبیﷺ ښکنځل کونکی نه وو مؤمنانو به کله په اسلام دغیرت له وجه له حد نه تجاوز وکړ او بتانو ته به یې ښکنځل وکړې.
صاحب د تفسیر”التحریروالتنویر“ په حواله د علامه قرطبي لیکلي چې علماء فرمایي چې حکم ددې آیت تر نن پوري باقي دی نو مسلمان ته نه دی جائز چې کافر ته ښکنځلې وکړي له دې خطر سره چه کافر به اسلام یا قرآن یا هم اللهﷻ او یا هم د هغه رسولﷺ ته ښکنځل وکړي، ځکه دا کس اللهﷻ او یا رسول اللهﷺ ته په ښکنځلو دې مسلمان مجبور کړ.
او شریعت ځکه مسلمانان له ښکنځلو منع کړي ځکه په ښکنځلو کې هیڅ مصلحت دیني نشته ځکه مقصود له دعوت څخه دهغو دخدایانو ابطال او له اللهﷻ سره د شریک کیدو ابطال دی، او له باطل سره د استدلال په طریقه حق له باطل څخه جدا کیږی او حق غالب ګرځي ځکه له باطل سره دبتانو په عبادت هیڅ دلیل نشته.
او هر څه ښکنځلې نو هغه دحق او باطل دواړو په طاقت کې دي او کله خو لا باطل داسي ښکنځلې کوي کومي چې د اهل حقو په طاقت کې نه وي اوپه ډیرو ښکنځلو کولو سره خلکو ته ځان داسي ښکاره کوي لکه دی چې په حقه وي.
خلاصه دا چې یو کار کله في نفسه جائز بلکې د ثواب کار وي خو له مقاصدو دینیه وو څخه نه وي او د دې کار په کولوسره څه مفاسد لازمیږي نو ددې کار ترک کول واجب دي په خلاف دمقاصدو شرعيه وو چې هغه به دمفاسدو له وجه نه ترک کیږي.
ابن عربي رح فرمايي”منع الله في کتابه احدا ان یفعل فعلا جائزا یؤدي الی محظور”
ژباړه: اللهﷻ په خپل کتاب که له یو داسي جائز کار نه منع کړي کوم چې سبب ګرځي دیوناجائز کار.
علامه مفتي شفیع په معارف القرآن کې فرمایي چې که یو څوک ستا د نصیحت له وجه نور هم خرابیږي نو داسي خلکو ته نصیحت نه کول بهتر دي.
امام بخاري رح په دې مسئله مستقل باب لګولی “باب من ترک بعض الاختیارمخافة ان یقصرفهم بعض الناس فیقعوا في أشدمنه”
او دا په معصیت که دزیادت خطره په دې زمانه کې ډیره ده ځکه هر انسان ته خپله ډله حق ښکاري او یا هم دچا د ضد له وجه په یوې ډله پسي ځان منسوبوي حال دا چې په دې ښه پوه وي چه مونږ دحق مخالفت کوو او په باطل ولاړ یو خومتأسفانه، بیا هم په خپله مدعٰی دلیل وایي نو له داسي خلکو سره دلیل ویل هیڅ فائده نه لري اونه زمونږ شرعي مسؤلیت دی بلکې شرعیت مونږ له داسې بې معنٰی مباحثونه چې انتهاء یې یو بل ته ښکنځل، د مشرانو توهین حتٰی کله د اللهﷻ او د هغه د رسولﷺ او د قرآن بي عزتي ته هم خبره ورسیږي، او هغوی زما او ستا دښکنځلو له وجه نور هم په باطل کلک شي او زموږ اوستاسو أمیرانو ته ښکنځل کوي توهین یې کوي او کله خو خبره د غلطو مباحثو له وجه نوره هم مخ ته ځي حتٰی چې د قرآن بي عزتي کوي.
اکثره که مونږ د داسي واقعاتو منبع ته نظر وکړو نو اصلي عامل یې د یو بي همته انسان مباحثه وي چې نه دعقل او استدلال په معیار برابره وي اونه دشریعت په معیار.
نو مونږ او تاسي باید خپل مسؤلیت ته په کتوله داسې مباحثو نه ځان وساتو چې نتیجه یې د ګرانو مشرانو، مذهبي شعارونو اوحتٰی د اللهﷻ او درسول اللهﷺ بي عزتي ته خبر ورسبږي.
آما که له یو چاسره په ښه طریقه دلیل او منطق وویل شي او د هغه دباطلو عقایدو ابطال وشي لکه قرآن کې چې اللهﷻ په مختلفو ځایونو کې دکفارو دباطلو عقائدو ابطال کوي نو دا کار به له اجره خالي نه وي،، واِلا.. بیا نو په ”من سکت نجا“ باندې عمل کول پکار دي.
یادونه:
بعضې مجاهدین ملګري په مخابرو یا فیسبوک کې دښمن ته ښکنځل کوي یا یې د مشرانو توهینکوي هغوی جوابا د امارت مشرانو ته یا مذهبي شعایرو ته توهین کوي نو مونږ او تاسي باید له دې عظیمې ګناه نه ځان وساتو ځکه فقهاء فرمایي چې د یو کار کول تاته جائز نه وي او ته یې سبب و ګرځې نو ګناه یې ددې کس په غاړه ده



