د میوو، سبزیو او کالیو د جراثیمو پاکولو آله ایجاد شوه

ځینې خلک وايي، کاشکی داسې يوه آله وايي چې زموږ د خوراکي توکو نیولو دتر اغوستلو ټول شیانو جراثیم یا مکروبونه پاک کړي خو اوس دا ستونزه هم د “سونک سوک الټراسانک کلینر” په ایجاد حل شوه.
د “سونک سوک الټراسانک کلینر” د الټراساونډ اهتزازاتو پواسطه د میوو او سبزیو نیولې تر کالیو پورې ټول جراثیم له منځه وړي، دغه اله ۴۰ وولټه بجلي مصرفوي په یو سیکنډ کې ۵۰ زره اهتزازه تولیدوي، دغه اله داسې اهتزازات تولیدوي چې مکروبونو تر څنګ هغه دوايي اثر هم له منځه وړي چې د چنجیو د له منځه وړو لپاره بزګران په میوو او سبزیو استعمالوي.
د دغې آلې استعمال هم اسانه ده اول به یو لوي لوښې کې اوبه واچوئ بیا پکې هغه څیز واچوئ چې پاکوئ ورپسې دا آله هم اوبو کې پټه کړئ ورپسې به د آلې بټن ووهئ.
دا آله وړوکې ده او هر ځاې ته انتقالولی شئ، د اوس لپاره يې اخیستل په انلاین بڼه کیږي په مشهورو ویبسایټونو کې شته بیه يې ۵۰ ډالره ده .



