غزني چارواکي: د طالبانو برید کې نهه عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (۱۳۹۸، وږی ۱۱، دو شنبه)

د غزني ولايتي چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې د طالبانو د یوه کمين په ترڅ کې نهه عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غزني ولایت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، طالبانو تيره شپه د یادې مربوط په خونيان سيمه کې پوليسو ته کمين ورکړی چې پر مهال يې شپږ تنه وژل شوي او درې تنه نور ټپيان دي.

خبرپاڼه کې ويل شوي چې طالبانو ته هم په دغه کمين کې تلفات اوښتي خو په اړه يې دقيق معلومات نه دي ورکړي.

له بله پلوه طالبانو د برید مسؤوليت منلی ویاند يې ذبیح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکي، تيره شپه طالبانو په یاده سيمه کې د عسکرو پر پوسته چاپه اچولې زياتوي د قومنمدان نورمحمد په شمول لس اربکيان وژل شوي او پوسته د طالبانو لاسته ورغلې ده.

د مجاهد په وينا، د عسکرو وسلې، مهمات او نظامي توکي هم طالبانو له ځان سره وړي دي او دوی ته په دغه جګړه کې هيڅ زيان نه دی رسيدلی.

مربوطه مطالب

Back to top button