د لبنان حزب الله ډلې او اسرائيلو پر یو بل بريدونه کړي

کابل ټکی کام (۱۳۹۸، وږی ۱۱، دو شنبه)
د لبنان حزب الله ډلې د دغه هيواد په شمال کې د اسرائيلو پر پوځي اډې او زغره وال ګاډي بريدونه کړي دي.
حزب الله ويلي، د دوی په بريد کې د اسرائيلو پوځي موټر ویجاړ شوی دی.
اسرائيلو هم سرحدي سيمې ته نږدې پر خپله پوځي اډه او زغر ګاډي د حزب الله بريدونه تاييد کړي خو دواړو لوريو تر اوسه په دغه بريدونو کې د تلفاتو معلومات نه دي ورکړي.
اسرائيلو ويلي، چې پر دوی له بريدونو وروسته يې د لبنان جنوب کې د حزب الله ډلې پر مرکزونو بمبارۍ کړي او پر هغوی يې د توپونو سل ګولۍ ويشتلي دي.
د اسرائيلو لومړي وزير خپل پوځ ته د چمتووالي غږ کړی ويلي يې دي چې راتلونکي کې به په دې اړه پريکړه کوو چې کومه لاره غوره کړو.
لبناني چارواکو له فرانسې او امریکا غوښتي چې د تازه راپورته شوي جنجال د حل لپاره راودانګي.
په وروستيو کې په سيمه کې د حزب الله او اسرائيلو تر منځ تاوتريخوالی مخ پر زياتيدو دی.
تيره اوونۍ د حزب الله مشر حسن نصر الله ويلي و چې سوريه او بیروت کې د اسرائيلو د کړو بريدونو ځواب به ورکړي.
اسرائيلو په وروستيو کې پر ایران تور پورې کړی چې د لبنان حزب الله سره يې د مرستو لړۍ چټکه کړې خو حزب الله ډلې دغه تورونه بې اساسه بللي په وينا يې اسرائيل غواړي پر لبنان د پوځي بريد لپاره پلمه جوړه کړي.



