د خلیلزاد سپینې خبرې

تبصره

د و شهد شاهد من اهلها په مصداق په جنګي  ډګر کې د غلیم له په ګونډو کیدا نه وروسته بالآخره نړیوالو ته جوته شوه چې غلیم په خپل ټول جرأت سره اعتراف وکړ چې هم یې خپله او هم یې ګوډاګۍ ادارې د تش لاسي طالب پر وړاندې په نظامي او دیپلوماتیک او سیاسي ګردو ډګرونو کې له شرمه ډکه ماتې خوړلې.

د غلیم د استازي په دې اعتراف سره دوستانو او دښمنانو ته ثابته شوه چې روانه جګړه د افغانستان د اصیلو بچیانو او یرغلګر غلیم او د هغوی د حلقه بګوش ادارې تر مینځ وه او د حق او باطل جګړه وه او د آزادو او غلامو او د هغوی د بادارانو تر مینځ مبارزه وه چې بالآخره بری د حق په برخه وي چې تحقق یې وموند و (یومیذ یفرح المؤمنون بنصرالله و یحق الله الحق و یبطل الباطل و ل کره الکافرون).

د نړۍ مسلمانان په تیره بیا مجاهد او مبارز افغانان باید متیقن اوسي او ټینک ایمان او بروسه ولري چې (ان تنصروالله ینصرکم و یثبت اقدامکم ) دادی نن ټول د سر په سترګو وینو چې د طالب مجاهدینو بیدریغه قربانیو چې په تاریخ کې یې ساری کم لیدل کیږي په خپلو مخلصانه او صادقانه سرښندنو د نړۍ تر ټولو ستر طاغوت او فرعون را په ګونډو کړ چې هیچا یې آن فکر هم نشوای کولای.

او دا خبرې څه تبلیغات ندي بلکې پخپله د همدې غلیم د استازي د خولې هغه سپینې خبرې دي چې تیره شپه د طلوع تلویزیون سره په مرکه کې وکړې خلیلزاد دا هم وویل چې تر اوسه مونږ فکر کاوه چې د طالبانو تر شا بل کوم هیواد یا د چا لاسونه دي خو اوس مو په غړیدلو سترګو ولیدل او متیقن شوو چې طالبان محب وطن افغانان دي او مستقل افغانان دي چې مستقلانه عمل کوي .

زه یقین لرم چې دوست خو پریږده أن د دښمن او عنادیانو زړونه به هم نور د خلیلزاد په سپینو ویناو نور پوره سپین شوي وي او هیله لرم چې نور به له خپل خره راکوز شي او حقانیت ته غاړه کیږدي او له بیځایه جنګ جګړو او اوتو بوتو به لاس واخلي او نور به ځوریدلي افغانان د پردیو په اشاره او په پردي اور کې لولپه نکړي او نه نور له دې زیات ځانونه ملت او نړیوالو ته رسوا کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button