لغمان: نامعلومه وسله والو د یوې کورنۍ پنځه غړي وژلي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۱۳، چهارشنبه)

د لغمان ولايت په قرغه ولسوالۍ کې د نا معلومه وسله والو په ډزو پنځه تنه وژل شوي دي.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولت زی وايي، پيښه تيره شپه رامنځته شې په خبره يې وژل شويو کې دوه انجونې، دوه هلکان او یوه ښځه ده.

د دولت زي په خبره، وژل شوي کسان ټول د ننګرهار د خوګياڼيو ولسوالۍ اصلي اوسيدونکي و چې په قرغه ولسوالۍ کې يې زندګي کوله.

تر اوسه د دغه وژنې پړه چا په غاړه نه ده اخيستې.

مربوطه مطالب

Back to top button