ایران په مشروط ډول د اتومي مسائلو پر سر خبرو ته امادګي ښودلې

کابل ټکی کام( چهارشنبه، ۱۳وږی، ۱۳۹۸)
ایران له اروپایي هیوادونو سره په مشروط ډول د اتومي تړون په اړه خبرو ته امادګي ښودلې ده.
د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس عراقچي ویلي چې ایران لومړی باید په راتلونکو څلورو میاشتو کې پنځلس میلیارده ترلاسه کړي.
د ده په وینا چې دوی به تر هغو له اروپایي هیوادونو سره خبرې ونه کړي ترڅو چې د دوی دا شرط نه وي منل شوی او یا هم ایران ته د تیلو د پلور اجازه نه وي ورکړل شي.
عراقچي دا خبرې فرانسې ته د خپل سفر پر مهال کړي او د فرانسې له چارواکو سره یې یاده کړې چې ایران باید د تیلو د پلور اجازه ترلاسه کړي.
د نوموړي په وینا، که چیرته د ایران شرطونه ومنل شي نو دوی په به پوره مانا اتومي تړون ته ژمن او متعهد پاتې شي.
ایران له اروپایي هیوادونو سره د اتومي تړون پر سر خبرې شروع کړي او د عراقچي په خبره چې تر اوسه کومې پایلې ته نه دي رسیدلي.
د یادونې وړ ده چې ایران په دې وروستیو کې له سخت حالت سره لاس او ګریوان دی.



