ارګ؛ دطالبانو او امریکا ترمنځ د سولې وروستي توافق په اړه اندیښنه ښودلې

کابل ټکی کام (چهارشنبه ، ۱۳ وږی ، ۱۳۹۸ل)

ګډحکومت یوځل بیا دطالب او امریکایي مرکچیانو ترمنځ دسولې پر راتلونکي برخلیک ټاکونکي توافق اندیښنه ښودلې، او د لا ډېرو معلوماتو غوښتنه یې کړې.

ارګ وایي، د سولې له روان بهیر ملاتړ کوي، خو د امریکا او طالبانو ترمنځ د کېدونکې هوکړې د پایلو په اړه اندېښمن دي.

د ا څرګندونې نن دولسمشر ویاند صدیق صدیقي پر خپله ټوېټر پاڼه کړي دي، صدیقي وایي، افغان حکومت د سولې بهیر کې د هر هغه پرمختګ ملاتړ کوي، چې پایله یې تلپاتې سوله او د جګړې ختمېدل شي.

نوموړی زیاتوي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې په اړه د افغانستان حکومت اصلي اندېښنه دا ده چې تر هوکړې وروسته د ممکنه رامنځ ته کېدونکو خطرونو مخه څنګه ونیول شي.

صدیق صدیقي وړاندې لیکلي، لکه څنګه چې پخوانیو امریکايي چارواکو او سناتورانو د دغه هوکړه لیک په اړه اندېښنه ښودلې، ګډ حکومت یې هم په اړه اندېښمن دی او ددغې هوکړې په تړاو لا نور وضاحت غواړي.

تر دې وړاندې صدیق صدیقي ویلي وو، چې امریکا د هوکړې متن ورته سپارلی دی او دمګړی د افغان حکومت تر ارزونې او بحث لاندې دی.

دده په خبره تر ارزونو او بحثونو وروسته به خپل نظر له امریکا سره شریک کړي.

وړمه شپه ځینې حکومتي سرچینو یوشمېر رسنیو ته د نام نه ښودو په شرط ویلي و چې امریکایي لوري افغان دولت سره دهوکړه لیک له سپارلو بغیریوشمېر موضوعات شریک کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button