خلیلزاد په کابل کې له سیاسي شخصیتونو سره په ملاقاتونو بوخت دی

کابل ټکی کام( چهارشنبه، ۱۳وږی، ۱۳۹۸)

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له تیرو دریو ورځو راهیسي په کابل کې له سیاسي شخصیتونو سره پر ملاقاتو بوخت دی.

خلیلزاد کابل ته له رسیدو سره سم د ګډ حکومت له مشرانو سره په دوو جلا جلا ملاقاتونو کې د سولې په اړه بحث وکړ.

نوموړي همدا رنګه تیره ورځ د پخواني ولسمشر حامد کرزي سره یوځای له ګڼ شمېر نورو سیاسي مشرانو سره هم لیدلي دي

خلیلزاد نن د افغان سولې له فعالانو عمر زاخلیوال او حکمت خلیل کرزي سره هم په دې اړه لیدلي او بحث یې ورسره کړی دی.

دوی د راتلونکو بین الافغاني خبرو په اړه هم سره غږیدلي دي.

تیره ورځ د امریکایانو او طالبانو ترمنځ لیکل شوې مسوده د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته هم رسیدلې ده.

په راتلونکو څو ورځو کې ممکن دواړه خواوې دغه مسوده لاسلیک او اعلان کړي، له دې سره سم به بین الافغاني مذاکرات هم پیلیږي.

مربوطه مطالب

Back to top button