کابل ټکی کام ۳۰مرغومي/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
له کابل څخه زمونږ همکار خبر را کوي چې د درېیمې امنیتي حوزې اړوند په علاوالدین درې لاري کې د روسیې سفارت ته څېرمه په یوه سرتيري برید کې ۱۰کسان مړه او ۲۹ژوبل دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یوې مسئولې خبري سرچینې د یاد برید په تأیید کې ویلي دي، چې چاودنه د کابل ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند په علاوالدین درې لاري کې شوې ده، چې له امله یې ۱۲تنه ټپيان شوي دي.
همدا راز د کورنیو چارو وزارت د پولیسو مشر مل پاسوال همایون عیني د یاد برید په اړه وویل، «دغه سرتېری برید نن ماښام له پارک سره څېرمه وشو، چې په یوه موټر کې په زیاته اندازه چاودېدونکي مواد ځای پر ځای شوي وو، چې د شاوخوا ودانیو شیشې یې ماتې کړي او نور مالي توانونه یې هم رسولي دي.»
دی وایي، لا تر دې مهاله په یاد برید کې د مرګ ژوبلې په اړه دقیق مالومات نلري، خو وايي، د لومړنیو مالوماتو له مخې ۱۲تنه ټپيان شوي دي.
د ځینو نورو سرچینو له قوله چې ښايي د یاد برید د مرګ ژوبلې کچه نوره هم زیاته شي.
د یوې بلې باوري سرچینې له قوله ویل شوي دي چې یو ډاینا ډوله موټر د طلوع نیوز د کابورا پروډکشن پر موټر چاودنه کړې.
د یادولو ده چې څو میاشتې وړاندې د طالبانو د نظامي کمیسون له لورې په یوه خپره شوې اعلامیه کې طلوع او یک ټلویزیون ته اخطاري لیک لېږل شوی وو، چې د دوی تر هدف لاندې به راځي.


















