یا به یو کیږو یا په نوبت به وژل کیږو

انجنیر عمیر ویاړ

الله ج دې د ټولو مظلومانو شهادت قبول کړي او کورنیو ته یې جمیل صبر غواړم.

 ای ددې ځوانیمرګو قاتله! ستا په زړه کې هیڅ رحم نه راتلو؟ چې تا د خپل وحشي توپک ناځوانه شپیلۍ په داسې ګلالیو پسې راتاووله؟

ایا پدې وخت کې تا ته ستا خپل بچیان مخې ته نه دریدل، که ته همداسې چا وژلی وې ستا مور او بچیانو به تاپسې څومره کوکې او ژړاګانې کولې؟ دې وخت کې هغه هم سترګو ته دې نه کیدل؟

 ته خو هم ددې ټوپک ګرځولو مقابل کې د ټرمپ تنخوا اخلې او بیا پرې بچوته سوداګانې او خواړه راوړې دې وخت کې هم تا دا سوچ ا و فکر نه کولو چې دوی خو مونږ ټول وژنو ددوی بچو ته به بیا سودا څوک راوړي؟

اخ اخ نا ځوانه که ستا په نیز مجرمان وو ټول به دې له ځانه سره وړي وای خو وژل به دې نه ، اوس به ددې مظلومو کورنیو سرپرستي څوک کوي؟

دا هم افغانان وو او ته به هم دهمداسې یوې کورنۍ غړی وې په دومره توپیر چې تاسره امریکایي ټوپک او دوی بې وسلې وو

ای افغانانو واورئ!

ترڅو چې یا اشغال پای ته نه وي رسیدلی او یا ملي پاڅون نه وي شوی حالات به نور هم ترینګلي کیږي او د صفر یک او نورو اجرتي قاتلانو له خوا به د افغان وژنې او مسلمان وژنې ناورین لا زیاتیږي ځکه د پوښتنې مو څوک نشته نو چې په خپلو مټو لاس په کار نه شو په نوبت به وژل کیږو خو وخت چاته حساب نه پریږي تر څو به اشرفي حکومت پداسې کړنو د ملت په وینو لاسونه سره کوي؟

 ملت نور داسې وحشيد کړنې نشي زغملی خلک مجبور دي او بله لار نلري پرته له دې چی قیام وکړي.

‏د نیویارک او واشنګټن مدافع اجیرو عساکرو (۰۲ قطعه) تیره شپه د جلال اباد ښار په مجبور اباد سېمه کې څلور وروڼه په داسې حال کې په شهادت رسولي چې په کور کې یې د یو ورور د حج څخه د راتللو مراسم روان ول.

 د صفر دوه په نوم قطعه د مظلوم ولس کرایي قاتلان دي، د امریکايي یرغلګرو په اشاره دوی د ولس هرڅه لوټ کړل، د دوی په لاسونو د بیګناه افغانانو قتلونه ترسره شول.

 د وطن ولسونه د بچو میندې دوی او هغه څوک نه بښي چې دوی ته عفوې او د وژلو قراردادونه کوي.

مظلوم ولس به ددغه وحشي کرایي قاتلانو او رهبرۍ له ګریوانونو لاسونه لرې نکړي او په راتلونکې به د ترسره شوې بربریت او وحشت انجام به ګورې.!

مربوطه مطالب

Back to top button