باميان: د يو ميليون ډالرو په ارزشت درې پروژې پرانيستل شوې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۱۴، پنج شنبه)
د کرنې او مالدارۍ وزارت په باميان ولايت کې د يو ميليون ډالرو په ارزښت د درې پروژو د پرانيستې خبر ورکړ.
د دغه وزرات د معلوماتو له مخې، په دغه پروژو کې د اوبو دوه کانالونه او درېيمه پروژه د سيند د غاړې د استنادي ديوالونو جوړول شامل دي.
د سرچينې په وينا، د کانالونو د جوړولو بودیجه د جاپان له خوا ورکول کيږي چې د خوړو نړيواله اداره او د ملګرو ملتونو د کرنې برخه ورسره همکاري کوي.
دغه راز د استنادي ديوالونو د جوړولو بودیجه د نړيوال بانک له خوا ورکول کيږي او د جوړونې چارې يې د کرنې او مالدارۍ وزارت پر غاړه دي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت د اوبو د برخې مرستيال خان محمد تکل وايي، لومړۍ پروژه د شاه جوی د نيطاق کلي د اوبو رسونې کانال دی چې کار يې شپږو مياشتو کې بشپړيږي او ۳۲۷ زره امريکايي ډالره لګښت به پرې راشي.
د تکل په وينا، د دغه کانال اوږدوالي نهه کيلو متره دی چې دولس سوه کورنۍ به ترې ګټه واخلي او ديرش هکتاره ځمکې به خړوبې کړي.
تکل زياتوي، د کانال دوهمه پروژه راه قل ده چې ۱۷۳ زره امريکايي ډالره لګښت به پرې راشي په وينا يې درېيم د نیطاق استنادي دیوالونه جوړل دي چې ۴۵۷۴ متره اوږدوالی لري او ۵۱ ميليونه افغانۍ به پرې مصرف شي.



