لیکوال: امین وردګ
ما مخکې هم دا خبره کړې وه چې له خارجي اشغالګرو سره سوله حتمي ده! ځکه چې هغه به سوله نه بلکې)) فتح(( وي ؛ هسې به د سولې نوم پرې کېږدي – تر څو ښکېلاک ته د خټې پزه جوړه شي.
دا تاریخونو ثابته کړې، چې کله هم کوم اشغالګر په افغانستان باندې یرغل کړی، پښېمانه شوی، نهایتاً مات شوی او بیا یې د سولې په نوم د امن بیرغ پسې پورته کړی دی.
افغانانو هر خارجي یرغل د وینو په بدل کې مات کړی او بیا – بیا به یې هم ماتوي ان شاءالله خو که افغانان ژوندي وو او د افغانیت او اسلامیت وینه یې په رګونو کې چلېدله.
مګر اصلي او بنیادي سوله هغه ده چې د افغانانو تر منځ وشي، خو متأسفانه چې د دغې سولې پر وړاندې خنډونه شته، چې تر ټولو ستر خنډ یې د ظالمانو حاکمیت او اقتدار دی چې باید ختم شي.
ځینې تش په نوم پردیپال)) خود کُش او بیګانه پرور(( مسلمانان د شرعي قانون نفاذ او حاکمیت ته زړونه نشي ښه کولای؛ ځکه چې په شرعي قانون کې د دوی علني محاکمه حتمي دي او که محاکمه نشول نو لږ تر لږه خو به قدرت ترې اخیستل کیږي؛ نو د چا پلار به ورته ټینګ شي!
اوس! اصلي خبره دا ده چې د امریکا او طالبانو تر هوکړې وروسته به د سولې موضع را برسېره کیږي، چې روند به یې ډېر پېچلی وي.
دا نن چې په دوحه کې) د امریکا او اسلامي امارت تر منځ( کومې خبرې روانې دي، دېته سوله نشو ویلای! ځکه چې غربیانو افغانستان اشغال کړی ؤ او اوس مات شوي دي، نو صرف د دې لپاره له طالبانو سره خبرې کوي چې وتلو ته یې پرېږدي او له شانه یې په ډبرو پسې و نه ولي؛ له اشغالګرو سره چا سوله کړې!
طالبان اسلامي نظام او شرعي قانون حاکمول غواړي، خو د کابل حکومت یې مخالف دی ؛ که چېرې مخالفت و نکړي نو د سولې خبرو ته بلکل اړتیا نه پيدا کیږي، بلکې هر څه به په یوه اونۍ کې حل شي.
طالبان په دغې عمده غوښتنه)د شرعي قانون حاکمیت ( کې د انعطاف او نرمښت لپاره قطاً ځای نه لري او که چېرې نرمښت ښکاره هم کړي د هغې مانا به دا وي چې: دا لسګونه کلونه مبارزه یې د قدرت او آرامښت په بدل کې په اوبو لاهو کړي) لکه پخوانیو جهادي رهبرانو په شمول د حکمتیار صېب (خو نه! طالب مشران به) ان شاءالله( هېڅکله هم داسې کار ونکړي؛ چې د الله سپېڅلی قانون او د شهیدانو وینې پکې معامله شي.
اوس نو حکومتي لوری مجبور دی چې شرعي نظام ته غاړه کيږدي، ځکه چې بله لاره یې نشته ! که دا کار یې وکړ؛ نو د سولې پر وړاندې) تر ټولو قوي( خنډ به یې لیرې کړی وي ان شاءالله او که یې و نه کړ ؛ نو د جګړې دوام او لا شدت به حتمي شي.
د کابل حکومت او اسلامي امارت تر منځ ستر اختلاف به یوازې د شرعي قانون د حاکمیت په سر وي، نه په کوم بل شي!
موږ دا نه وایو چې د کابل حکومت کافر دی ځکه خو د شریعت قانون نه مني!
بلې! هغوی شرعي قانون مني، خو په تاخچه )طاقچه( کې، نه د کوم چوک څنګ ته د دار پر سر او یا په اسلامي محکمه کې د کوم مسلمان قاضي په لاس.
هغوی له دې امله د الله قانون نشي منلای چې ورته مجرم دي! دوی پوهیږي چې که څنګه حاکم شو؛ نو د دوی سرونه به له دار سره خامخا غاړه غړۍ کړي.
که فرض کړو چې دوی ته معافي وشوه او سرونه یې په امن کې شول؛ نو بیا به هم الهي قانون ته نشي ټینګ! ځکه چې همدغه قانون یې په راتلونکي کې د آمریت مستحق نه ګڼي، مګر په هغه صورت کې چې سل په سل کې)لکه اصحاب کرام به چې کله مسلمانېدل ( شریعت ته غاړې کېږدي او په کلکه توبه وباسي، نو بیا آسماني قانون دوی ته هم د آمریت حق ورکوي.
مګر زه فکر نه کوم چې د اسلامي امارت او کابل ادارې تر منځ دې سوله وشي؛ ځکه چې یو له بل سره په یوسل اتیا درجو کې واقع دي، حال دا چې که مبارزه د حق لپاره وي نو دا یوه خوا خو یوه درجه هم د شاته راتګ حق نه لري او نه راځي، نو څنګه ممکنه ده چې هغه بله خوا دې پوره یوسل اتیا درجې ورواوړي؟
والله اعلم! اما الله ته آسانه ده چې د ټولو ښکېلو خواوو زړونه د ایمان په رڼا و ځلوي او پر افغانستان باندې د یوه شرعي قانون د حاکمیت په مېز یې سره راټول کړي.
کابل اداره، اسلامي امارت، افغان دواعش او فاطمیون ټول افغانان دي! که الله دلته شریعت حاکم کړ او ټولو غاړه ورته کېښوده، نو پوه شئ چې د افغانستان معضله به د تل د پاره حل شي او هر څوک به په حق و رسیږي او هم به سوکاله ژوند پيل کړي ان شاءالله.
خدایه سوله راکړه؛ خو چې یوه ماده یې هم له اسلام سره ټکر نه وي.

















