اِن بي سي: غني او خلیلزاد دبهرنیو قواوو د وتلو پر سر جنجال کړی

کابل ټکی کام (جمعه ، ۱۵ وږی ، ۱۳۹۸ل)

ان بي سي نیوز دخلیلزاد او اشرف غني ترمنځ له راولاړو شویو اختلافاتو پرده پورته کړې او زیاتوي، ددوی شدید اختلاف دیوشمېر نورو موضوعاتو ترڅنګ دبهرنیو ځواکونو په وتلو رامنځته شوی.

نیوز لیکي، خلیلزاد او غني د امریکايي قواوو د وتلو پر سر دعوه او جنجال سره کړی دی. پدې څو تېرو ورځو کي، څو کرته د خلیلزاد او غني تر منځ سخت کلمات رد او بدل سوي دي.

یو خارجي دیپلومات بیا وايي چي غني د خلیلزاد د خبرو په مقابل کي «بد» عکس العمل وښود، او په جګ آواز يې خبري کولې. غني نارې او چیغي وهلې.

این بي سي دخپل مطلب په دوام لیکي چې موږ کوښښ وکړه دامریکا نظر هم په دې اړه له ځانه سره ولرو خو خارجه وزارت پدې اړه له تبصرې کولو څخه ډډه وکړه.

مربوطه مطالب

Back to top button