فراه: طالبانو د انار درې ولسوالۍ نیولې

کابل ټکی کام (جمعه ، ۱۵ وږی ، ۱۳۹۸ل)

وسلوالو طالبانو دیوسختې جګړې په ترڅ کې د فراه ولایت انار دره ولسوالۍ نیولې، یوشمیر عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې، او ډیری مهمات یې هم تر لاسه کړي دي.

طالبانو تېره شپه دفراه ولایت مرکز سربیره په څو نورو ولسوالیو هم بریدونه وکړل چې ډېری سیمې یې تر خپلې ولکې لاندې راوستې او لاهم دجګړې راپورونه ورکول کیږي.

طالبانو شیبه وړاندې له خپل رسمي ادرس څخه یوشمېر عکسونه خپاره کړل چې د ولسوالۍ په تعمیر سپین بیرغونه رپاند او دوی خپلو کې یوبل ته په مبارکۍ بوخت دي.

دا ولسوالۍ داسې مهال سقوط کوي چې کندوز، بغلان او دفراه ښارونه لاهم دطالبانو تر کلکې محاصرې لاندې دي، نن سهار دکندوز دشت ارچي او خان اباد هم سقوط شوې، او دفراه شېبکوه دسقوط په کړنګ ولاړه ده.

مربوطه مطالب

Back to top button