جنرال دوستم؛ دجوزجان _ سرپل پر لویه لار لسګونه مسافر له موټرو ښکته کړي، اوتعذیب کړي دي

کابل ټکی کام (جمعه ، ۱۵ وږی ، ۱۳۹۸ل)
دشمال جګړه مار جنرال دوستم یو ځل بیا ادعا کړې چې نن یې د جوزجان او سرپل ترمنځ پر غځېدلې لار دطالبانو خلاف تصفیوي عملیات ترسره کړي دي.
دوی وایي، دا عملیات به یې تر نامعلومې مودې پورې دوام وکړي، په پام کې لري هغه سیمې چې طالبانو تر خپلې ولکې لاندې راوستي؛ بیرته ونیسي.
خو یوې ځايي معتبرې سرچينې ویلي چې پر لویه لار یې ګڼ شمېر پښتانه مسافر له موټرو کوز کړي او لاسونه یې ورته تړلي.
سرچینې زیاته کړه، ښکته کړل شوي مسافر ټول پښتانه وه چې تر تړلو، تعذیبولو وروسته ځینې ازاد شوي، او نور یې له ځانه سره نامعلوم لوري ته انتقال کړي دي.
دیادونې وړ ده چې جنرال دوستم وخت ناوخت دطالبانو په نام شمال مېشت پښتانه وهي، تړي او بې عزته کوي چې دا دژبنیو تعصوبونو راپارولو قصدي هڅه ده.



