ډاکټر یوسف اکبری
د (قل جاء الحق و زهق الباطل) په مصداق دادی شل کلنو بیدریغه سرښندنو بالاخره حق د غلبی او باطل د پوپنا کیدا په درشل ودرول
د حق لومړۍ بریا له هغه مهاله پیل شوه چی ورځ تر بلی د یرغلګر غلیم او لاسپوڅو د وژل کیدا په شمیر کی ټکان ورکوونکی د پام وړ ډیروال راغی او له بله پلوه د فدایانو پرلپسی بریدونو کړنګهار د غلیم لینګی وریږدول
او د باطل ځواکونو غښتلو او عصری او په هر ډول ټکنالوجۍ سمبالو شوبلو د طالب د بوشکه یی بمونو په وړاندی تاب رانشو وړای نو ځکه اوباما د سپینی ماڼۍ نه د رخصتیدا پر مهال د طالب پر وړاندی د امریکا او ناټو ماتی ښه په نره اعلان کړه چی ټرمپ ته هم د اوباما دی اعلان دماغ ورپه ځای او قناعت ورکړ او پوه شو چی د طالب پر وړاندی جکړه له بلاګانو او ویرو ډکه ده نو ځکه یی سپینی ماڼۍ ته تر رسیدا د مخه امریکایی ملت سره ژمنه وکړه چی خپل تړتک به زر تر زره له افغانستانه باسی خو دا چی اوس د ویستلو په چل نه پوهیږی نو لومړی یی په دوحه کی د طالب دړه وټکوله نهه میاشتی مذاکرات یی وکړل پریکړی یی وکړی خو اوس یی ګوډاګی او په خپل لاس کینولی متفکر نه منی او د ماشوم په څیر ضد په مخه کړی او داسی ښکاری چی تقدیر ده ته هم د نجیب په څیر په زانګو کی د ټال خوړلو مرګ په برخه کیدل لیکلی
خبر دی چی خلیلزاد بی فکره متفکر ته د میز په سر د طالب سره د مذاکری د پایلو او پریکړو سری سپرغټی ایښی چی د اشرف غنی هوش یی الوزولی او خلیلزاد سره په داسی کړیکو سر شوی چی دلکشا ماڼۍ څخه بهر د ولاړ ګارد غوږونه یی هم تخڼولی
او ویل شوی چی د امریکا دواړو غلامانو یو بل ته سپکی سپوری هم ویلی او خپل ډک زړونه یی تش کړی او ښکر په ښکر دی
[6:34 am, 06/09/2019] Q Husain:


















