بدر بتار
څه موده طالبانو په لویو ښارونو کې د ځینې عامه مصالحو په خاطر د درنو سرتیرو بریدونو لړۍ ورو کړې وه ؛ خو ګډ حکومت پر ځای د دې چې د طالبانو د دې اقدام تقدیر وکړي امنیتي چارواکو يې له موکې څخه په استفادې د سرتیرو بریدونو ورو کېدل د خپلو امنیتي اقداماتو پایله بلله.
دوی لدې څخه هم وړاندې ولاړل او په هغو سیمو کې چې د طالبانو تر واک او نفوذ لاندې دي په ملکي هیوادوالو د بې رحمه شپنیو چاپو لړۍ پيل کړه ، غونډې غونډې کورنۍ يې قتل عام کړې ، مسجدونه او مدرسې ، کلینیکونه او بازارونه يې بمبارد او له منځه یوړل ، د خلکو اموال لکه موټرسایکل او موټران او هر څه چې په مخه ورتلل د ګډ حکومت د مشرانو او کشرانو او بهرنیو ملاتړو توجیه دا وه چې کله د سولې مذاکرات پرمختګ کوي جګړه ورسره تودیږي ؛ نو ځکه يې د شپینو چاپو دې بې رحمۍ لړۍ ته اجازه ورکړه او د وخت یوه اړتیا يې ګڼي.
د ګډ حکومت او د دوی د بهرنیو ملاتړو د شپنیو چاپو ، قتل عامونو او چور چپاول طالبان مجبور کړل چې په انتقامي اقداماتو لاس پورې کړي ، د دوی د چاپه مارانو د چاپو د شنډولو لپاره یو لړ خاص دفاعي تدابیر په لاره واچوي ، د مخکښو چاپه مارانو هدفي وژنې يې پيل کړې ، د چاپو پر مهال يې چاپه مارانو ته ځای ځای سختې ضربې واردې کړې او په ښارونو کې يې د چاپه مارانو په خاصو قطعاتو ، د دوی په خارجي ملاتړو او استخباراتي مراکزو درانه سرتیري بریدونه پیل کړل.
په تېرو څو میاشتو کې دې بریدونو زور اخیستی او د الفتح عملیاتو له اعلان څخه وروسته يې لسګونه بریدونه ترسره کړي دي ، چې وروستي هغه يې نن د پنجشنبې په ورځ په 5 نېټه په کابل او لوګر کې سرتیري بریدونه دي . د کابل په برید کې ناټو د خپلو دوو سرتیرو وژل کیدل تایید کړل او د کابل لپاره د ملي امنیت د یو لوی چارواکي (ادریس) د وژل کیدو خبرونه هم خپاره شول ، طالبانو بیا پدې برید کې د دولسو بهرنیو سرتیرو او د ادریس په شمول د ملي امنیت د اتو کارمندانو د وژل کیدو را پور ورکړ.
په لوګر کې بیا د پادخواب د خضر کیمپ په لومړي نظام قراول کې په امریکايي پوځیانو او سپيشل فورس ځواکونو د طالبانو د سرتیري برید د تلفاتو په اړه لا څه ندي ويلي ؛ خو د عیني شاهدانو لخوا نه له برید څخه وروسته چې د مازدا موټر په توسط ترسره شو څلور ځله د امریکایانو امبولانس څرخکو د وژل شوو او ټپي شوو د انتقال لپاره د برید سیمې ته نږدې ناستې کړې او مړه او ژوبل يې کابل ته انتقال کړل ، دوی وايي په ټانګونو اور بل ؤ او تر ډيره وخته دودونه ترې پورته کيدل او څلور ټانګونه يې تخریب شوي دي.
د ګډ حکومت چارواکي چې د دې بریدونو په مخنیوي کې پاتې راغلي دي ، د تل په څير يې پدې بریدونو کې هم د ملکي تلفاتو ادعا وکړه ، په کابل کې يې هم د یو شمیر ملکیانو د تلفاتو راپورونه يې خپاره کړل او په لوګر کې يې بیا د څلورو ملکي وګړو د وژل کیدو او د یولسو د ټپي کېدو خبر ورکړ دا يې نه وه واضحه کړې چې دې ملکیانو د خضر د بیس په لومړي قراول کې څه کول ، وروسته معلومه شوه چې دا تلفات د یوې بلې پيښې وه ، دا پيښه په یوه ټيکسي موټر د ماین چاودنه وه چې څلور کسان پکې وژل شوي ؤ او یولس ټپیان شوي ؤ دا خبر طلوع تلویزیون وروسته نشر کړ او د ټيکسي عکسونه يې هم خپاره کړل.په لوګر کې د ګډ حکومت امنیتي چارواکو دې ملکي تلفاتو ته په امریکايي پوځيانو د موټربم له حملې سره ارتباط ورکړی ؤ.
د یادونې وړ ده چې په یاد ټیکسي موټر د برید پړه چا ندې منلې او په اړه يې کره معلومات هم نشته چې پيښه څنګه را منځ ته شوې.همدغه راز په سيمه کې عيني شاهدانو رسنيو ته ويلي چې له سرتيري بريد څخه وروسته امريکايي پوځيانو او سپيشل فورس ځواکونو په ولسي خلکو ناتاره ډزې شروع کړې او داسی اټکل کيږي چې ولسي تلفات یې اړولي وي.
د طالبانو د سرتیرو بریدونو دا ګرمه انتقامي لړۍ کیدای شي لا تونده او پراخه شي ؛ څومره چې د ګډو ځواکونو د شپنیو چاپو لړۍ تیزيږي هغومره به په لویو ښارونو کې د طالبانو د سرتیرو بریدونو لړۍ ګرمیږي او توندیږي ؛ نو ځکه ګډ حکومت او د دوی بهرنیو ملاتړو ته پکار ده چې پخپلو شپنیو عملیاتو له سره غور وکړي او د خپل ولس د قتل عام او د دوی د اقتصادي ناچیزو ښېرازیو له لمنځه وړلو څخه لاس واخلي او د واقعي سولې د ټينګښت په موخه په ولسي وګړو ظلم او وحشت بند کړي.


















